ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال مېلر: افغانستان کې د جګړې دوام د حل لاره نه ده

جنرال مېلر: افغانستان کې د جګړې دوام د حل لاره نه ده

author avatar
23 Apr 2019 - 15:19
جنرال مېلر: افغانستان کې د جګړې دوام د حل لاره نه ده
author avatar
23 Apr 2019 - 15:19

 کابل (پژواک، ٣ غویی ٩٨): د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او سولې د عالي شورا له چارواکو سره د امنیت او سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو لپاره د تیاري په اړه خبرې وکړې.

جنرال سکاټ مېلر د سولې د اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر له ځانکړي استازي، د سولې د عالي شورا د دارالانشا له رییس او د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون له رییس محمد عمر داوودزي او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو له ستر  مرستیال جنرال خوشحال سادات سره تېره ورځ وکتل.

د سولې عالي شورا په هغه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه راغلي، په لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر او د سولې د مشتورتي لویې جرګې د جوړېدو لپاره د تیاري په اړه خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، عمر داوودزي د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې د مرستو اغېز او ارزښت ته په کتو وویل، د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره اړتیا ده چې د سولې بهیر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

خبرپاڼې زیاته کړې، داوودزي د سولې د مشورتي لویې جرګې لپاره د تیاريو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، یاده جرګه د ۱۳۹۸ کال د غويي په نهمه جوړېږي او د زیاتره غړو د ټاکنې بهیر یې بشپړ شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، جنرال مېلر ویلي چې په افغانستان کې د جګړې دوام د حل لاره نه ده او دغه ستونزه باید د افغان دولت په مستقمه رهبرۍ او حاکمیت د خبرو له لارې حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.