ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمانو د الفتح او خالد عملياتو د بندېدو غوښتنه وکړه

ديني عالمانو د الفتح او خالد عملياتو د بندېدو غوښتنه وکړه

author avatar
23 Apr 2019 - 17:40
ديني عالمانو د الفتح او خالد عملياتو د بندېدو غوښتنه وکړه
author avatar
23 Apr 2019 - 17:40

جلال اباد (پژواک، ۳ غويی ۹۸): د ننګرهار يو شمېر ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال د طالبانو د الفتح په نوم پيل شوي عمليات وغندل او دغه راز يې پر دغې وسله والې ډلې له افغان حکومت سره د سولې کولو غږ وکړ.

دوی له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې خپل اعلان کړي خالد او الفتح عمليات بېرته ودروي او بې ګناه افغانانو ته دې نوره مرګ ژوبله نه اړوي .

دغه لسګونه ديني عالمان او يو شمېر قومي مشران د غويي په ۳مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې سره راټول شوي وو او د اسلام له نظره يې د مسلمان پر خلاف د جګړې پر حراموالي هم بحثونه وکړل.

د ديني عالمانو له ډلې مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، دغه نږدې اوويا تنه ديني عالمان په دې خاطر راټول شوي چې د جګړې پر زيانونو بحث وکړي او له طالبانو د سولې غوښتنه وکړي.

نوموړي دا يادونه هم وکړه چې د حکومت له لوري د پيل شويو خالد او د طالبانو له لوري د الفتح په نوم پيل شوي عمليات د خلکو په زيان دي او بايد دواړه لوري يې بېرته لغوه اعلان کړي.

هغه د طالبانو الفتح عمليات وغندل چې په خبره يې د بې ګناه افغانانو د وژلو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.

غونډې ته د وينا پرمهال يو بل ديني عالم مولوي شېراز خان عظيمي وويل، افغانان تر بل هر څه لومړی سولې ته اړتيا لري، ځکه د امن نه شتوالي افغانان له زده کړو، پرمختګ او نورو ډېرو کارونو وروسته پاتى کړې دي.

دی زياتوي، حکومت او طالبان دواړه بايد خپل پيل کړي عمليات د افغان بې ګناه وګړو د ژغورنې او سولې خبرو اترو د پيل په موخه بېرته ودروي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ: ((ای طالبانو بس دی! دا ملک نور مه ورانوئ، د پرديو په لاسونو او دغه بربادي نوره مه راوړئ، دغه کړېدلى ولس مو نور له دې بدبختيو وژغورئ.))

دغه راز غونډه کې ګډونوالو قومي مشرانو هم له طالبانو وغوښتل چې د پرديو له لمسون لاس په سر شي او له حکومت سره دې سوله وکړي.

د دوی له ډلې ملک نعمت الله حليمي وويل، نړيوال دې هم د افغان سولې پروسې د مخته بيولو او کاميابۍ لپاره رښتيني ګامونه واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.