پلخمري(پژواک، ٣غویى ٩٨): د بغلان د قند فابريکه، ٧٩ کاله وروسته د خامو موادو د کموالي له امله وتړل شوه، خو کارکوونکي يې د دې فابريکې د فعاليت پر بېرته پيل ټينګار کوي.
د بغلان د قند صنعتي فابريکه په ١٣١٩ زېږديز کال کې په افغانستان کې د بورې د توليد د يواځينۍ فابريکې په توګه د المان په مرسته تاسيس او فعاله شوه.
دې فابريکې تر ١٣٧٠ لمريز کال پورې توليد درلوده، خو له دې وروسته د جګړو له امله له فعاليته ولوېده او په ١٣٨٥ لمريز کال کې بېرته د المان په مرسته فعاله شوه او تر اوسه يې خپلو توليداتو ته ادامه ورکړه، خو مسوولين يې وايي چې اوس د اومه موادو د کموالي له امله نور فعاليت نه شي کولاى.
خو بل لورته د يادې فابريکې کارکوونکي د غويي په درېيمه د اعتراض په توګه د دغې فابريکې مخ ته را ټول شوي وو او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه کوله چې دغه فابريکه بايد بېرته فعاله کړي.
د اعتراض کوونکو په استازيتوب احمد شاه پژواک ته وويل چې د فابريکې ټول وسايل سم دي، خو د ناسم مديريت له امله تړل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((مسوولينو موږ ته وويل چې نور دوى معاش نه شي ورکولى دروازه يې وتړله، خو موږ دغه امر نه منو، فابريکه بايد بېرته فعاليت پيل کړي.))
دغه راز د فابريکې بل کارکوونکي سردارخان پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د فابريکي توليد خورا کم شوى وو.
هغه وايي: ((د حکومت د نه پاملرنې له امله دغې فابريکې سقوط وکړ او نن يې په رسمي ډول دروازه وتړل شوه.))
د يادې فابريکې يو شمېر نورو کارکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د بغلان د قند فابریکې ريیس غلام سخي پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې دوى د خامو موادو له کمښت سره مخ وو.
ده زياته کړه: ((څومره چې موږ اړتيا درلوده دومره لبلبو نه کرل کېدل، د موادو له کمښت سره مخ وو نو مجبور شولو چې نن يې رسمي دروازه وتړو.))
نوموړى وايي چې د کرنې، سوداګرۍ، مالیې او اقتصاد وزارتونو له چارواکو سره تر مشورې وروسته يې د فابريکې دروازه تړلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن