د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فراه له میلک سرحدي سیمې ناقانونه واردات دوام لري

د فراه له میلک سرحدي سیمې ناقانونه واردات دوام لري

Apr 23, 2019 - 15:59

 فراه (پژواک، ۳غویی ۹۸): افغانستان ته د فراه له میلک سرحدي لارې په داسې حال کې ناقانونه توکي واردېږي چې امنیتي ځواکونه هلته شتون لري دا چاره لامل شوې څو هره ورځ میلیونونه افغانۍ محصول ترلاسه نه شي.

میلک سرحدي سیمه د فراه د مرکز لوېديځ  ته ۱۳۳ کیلومتره لرې له ایران سره پر پوله پرته ده.

سره له دې چې اوسمهال په فراه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو رسمي لار د شيخ ابو نصرفراهي بندر دی؛ خو سرچينې پژواک خبري اژانس ته وایي چې ځیني توکي په قاچاقي ډول او له محصول پرته له ایران څخه د فراه میلک سرحدي سیمې ته واردېږي.

موټرچلونکی شېرخان چې له میلک څخه د فراه مرکز ته توکي ليږدوي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې هره ورځ نږدې شل موټره سوداګریز توکي لکه سیخ ګول، ښيښې، سمنټ، کاشي، سرامیک او خوراکي توکي په ناقانونه ډول د میلک له لارې هېواد ته واردېږي.

 هغه ادعا کوي چې تش موټر د ایران خاورې ته دننه کېږي او د پولې په اوږدو کې له بارولو څخه وروسته د هېواد سرحدي ځواکونو په شتون کې میلک سیمې ته واردېږي.

سرچينې یادونه وکړه چې له میلک څخه د فراه تر مرکز پورې د دې توکو لېږد پر وړاندې هېڅ خنډ شتون نه لري.

موټرچلوونکي وايي چې په دې لار کې د امنیتي ځواکونو پوستې نه شته؛ ځکه د دې لارې په اوږدو کې پرتې سیمې د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې او یا نفوذ لاندې دي.

د هغوی په وینا، موټرچلوونکي په وارداتي توکو بار موټر د میلک په مسیر کې له فرعي لارو د فراه ښار ته لېږدوي او تر اوسه له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي .

همداراز د دې لارې په اوږدو کې بل موټرچلوونکي نجیب الله هم د شېرخان د خبرو په تایید وویل چې سوداګریز توکي په ښکاره ډول له ایران څخه میلک ته واردېږي.

نوموړي په دې اړه چې په میلک کې میشت امنیتي ځواکونه له وارداتي توکو څخه څه اندازه پیسې اخلي؟ وویل: ((د بار حساب او کتاب د بار خاوند تصفیه کوي، موږ موټرچلوونکي هغه بار وو او د کرایې په بدل کې یې فراه ښار ته راوړو.))

حیرانونکی قاچاق

یو سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: ((د میلک پولې معامله یو څه حیرانونکې ده د حاجي په نوم د هماغې سيمې سوداګر له هر موټرڅخه له سل زرو تر ۲۸۰ زرو افغانۍ اخلي او ایران ته یې حواله کوي او د دې ترڅنګ ځینې امنیتي ځواکونه چې هلته دنده لري، په طبیعي ډول خپله ځانګړې برخه اخلي.))

هغه و نه غوښتل چې په دې برخه کې نورې خبرې وکړي.

د فراه ولایتي شورا مشر دادالله قانع هم له میلک لارې څخه په ناقانونه ډول د سوداګریزو توکو واردول تاییدکړل او ویې ویل چې د فراه سیمه ییزه اداره او د دې ولایت امنیتي چارواکي، د دې ستونزې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

 د هغه په وینا، په تېر کې هم یوه اندازه سوداګریز توکي له میلک لارې څخه هېواد ته وارېدېدل؛ خو د وارداتي توکو د ناقانونه وارداتو لړۍ هغه مهال چټکه شوه چې د تېر کال وږي میاشت کې د شیخ ابونصر بندر له لارې له ایران څخه د څلور قلمو توکو (نفتي توکو، اهن الاتو، سمنټو او خټینو محصولاتو) په وارداتو بندیز ولګېد.

نوموړي وویل سربېره له دې چې د تېرکال له کب میاشتې راهيسې له شیخ ابونصر فراهي بندرڅخه د څلورو قلمو توکو پر واردولو بندیز لرې شوی؛ خو له میلک څخه د ناقانونه وارداتو بهیر د ځینو سوداګرو له لوري په داسې حال کې دوام لري چې امنیتي ځواکونه په سرحدي سیمه کې میشت دي.

قانع زیاته کړه چې د ګمرکي محصول له ورکړې د ځان خلاصولو له امله، توکي د میلک له لارې هېواد ته واردېږي، هره ورځ دولت ته نږدې لس میلیون افغانۍ زیان اوړي.

هغه وویل چې نه پوهېږي اوس دا پیسې د چا جیبونو ته لوېږي.

 قانع زیاته کړه چې هغه او د فراه ولایتي شورا نورو غړو دا موضوع له مرکز او سیمه ییزې ادارې  سره څو ځله شریکه کړې ده؛  خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره ګام نه دی پورته شوی.

د فراه ګمرک رییس خان زمان امرخېل له میلک مسیرڅخه د ځینو توکو واردول تایید کړل ویې ویل چې د ګمرک ریاست، د میلک په سیمه کې کومه څانګه او کارمند نه لري؛ ځکه رسمي بندر، د شیخ ابونصر فراهي بندر دی.

نوموړي زیاته کړه چې له میلک څخه د ناقانونه توکو وارداتو مخنیوی د دې ریاست دنده نه ده؛ خو دا ستونزه یې په کابل کې له چارواکو او د فراه له مسوولینو سره شریکه کړې ده.

هغه وویل چې له میلک لارې څخه ناقانونه واردات له نږدې یوې نیمې میاشتې راهيسې زیات شوي دي.

په ورته مهال د فراه والي محمد شعیب ثابت هم له میلک لارې څخه د ځینو توکو ناقانونه واردول تایید کړل او د جزییاتو له ورکولو پرته یې وویل چې د مخنیوي لپاره یې اقدام کول په پلان کې دي او عاملان  به یې ډېر ژر د قانون منګلو ته وسپارل شي.

 ثابت یادونه وکړه چې تر اوسه يې د ظفر۲۰۷ قول اردو ته څو مکتوبونه استولي؛ خو د پام وړکسانو نیولو لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

د نوموړي په خبره، میلک ته د ځمکې له لارې د ده او یا پلاوي سفرد امنیتي ستونزو له امله امکان نه لري او یادې قول اردو د هوا له لارې د هغه او یا پلاوي د لېږد په برخه کې همکاري نه ده کړې.

پژواک له میلک لارې دغیرقانوني وارداتو او صادراتو ستونزه په لوېدیځ کې د ظفر۲۰۷ قول اردو ویاند سیدګل ضیا سره شریکه کړه؛ ځکه د میلک بندر سرحدي ځواکونه د دې قول اردو دویمې لوا اړوند دي؛ خو ضیا ټیلېفون بند کړ او له پرله پسې اړيکو وروسته یې بیا هم ځواب ور نه کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement