د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات ولایتي شورا رییس په زورواکۍ تورن شوی

د هرات ولایتي شورا رییس په زورواکۍ تورن شوی

Apr 23, 2019 - 19:22

هرات (پژواک ،٣ غویی ٩٨): د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي د یادې شورا رییس کامران علي زايي په زورواکۍ، ناقانونه کړنو او د دولتي ادارو په چارو کې په لاس وهنه تورنوي، خو مقابل لوری بیا دغه ادعاوې په بشپړ ډول ردوي.

د هرات د ولایتي شورا څلورو غړو، نجیب الله محبي، ډاکتر نوراحمد حیدري، عبدالرحمن مرادي او سردار بهادري نن په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې کامران علي زايي د ولایتي شورا له غړو سره تر مشورې پرته  په ناقانونه توګه د لویو لارو پر سر د سوداګرو موټرونه دروي.

د دولتي ادارو په چارو کې د ولایتي شورا د رییس ښکاره لاس وهنه، د ولایتي شورا له ریاست څخه په استفاده د خپلو شخصي کارونو ترسره کول، خپل سرې کړنې، د یادې شورا د څار د فعالیتونو په تړاو نه مشوره د ولایتي شورا د یادو غړو نور شکایتونه دي.

د هرات د ولایتي شورا غړي ډاکتر نوراحمد حیدري په نننۍ ناسته کې وویل، له څه وخت راهیسې د ولایتي شورا د رییس زورواکي او ناقانونه فعالیتونه موجود دي او دوام لري.

هغه زیاته کړه: ((ولایتي شورا یوه سالمه اداره او د ښې حکومتولۍ نمونه ده چې اصلي موخه یې له اداري فساد سره مبارزه او له دغه ډول مواردو څارنه ده.))

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((له بده مرغه د ولایتي شورا د رییس سلیقوي او شخصي چلند چې د ولایتي شورا له نورو غړو سره له مشورې پرته د کړنلارې خلاف ترسره کېږي، شخصي پروګرامونه، زورواکي او ان د نوموړي لخوا د دولتي ادارو په چارو کې لاس وهنه ترسره کېږي چې د ولایتي شورا غړو ته د منلو نه ده او دغه عمل یې د ولایتي شورا مقام ته رسولی دی او په دې شورا یې د خلکو باور کم کړی دی.))

د ولایتي شورا دغه غړي روښانه کړه چې د ولایتي شورا غړو نننۍ خبري ناسته د دولتي ادارو په چارو کې د کامران علي زایي د لاس وهنو په اړه اعتراض وباله.

حیدري د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: ((موږ له ولسمشر، د سیمه ییزو ارګانونو له رییس، د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د انسجام رییس او هرات له والي څخه غواړو چې د ولایتي شورا چارو ته جدي رسېدنه وکړي او هیله لرو چې د ولایتي شورا د غړو غوښتنې واوري او یادو ستونزو ته رسېدنه وکړي.))

ډاکتر حیدري د دې شورا د ناستو نه ترسره کېدل، له موکلینو سره د کامران علي زایي د ساتونکو ناسم چلند او د نوموړي لخوا د ترافیکو او ښاروالۍ ادارو په چارو کې زورواکي د هرات د ولایتي شورا د غړو ستونزې ګڼي.

د هرات د ولایتي شورا بل غړي سردار بهادري هم د دې شورا رییس په ناقانونه کړنو تورن کړ او ویې ویل، نوموړی د قانون خلاف پرته له دې چې یوه موضوع د دې شورا په ناسته کې فیصله شي ځینې کارونه ترسره کوي.

هغه زیاته کړه: ((زه د مشورتي کمېټې رییس یم، یو کال کېږی چې د ولایتي شورا رییس په نظارتي چارو کې له موږ سره هېڅ ډول مشوره نه ده کړې، په خپل سر له خپلو ساتونکو، وروڼو او د کورنۍ له غړو سره ځي او موټر دروي، دولتي ادارو ته خپلواک استعلام ورکوي، د ولایتي شورا له غړو سره هېڅ مشوره نه کوي.))

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې که دولت یې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د ولایتي شورا دغه شمېر غړي د دې شورا د رییس کړنې د قانون خلاف ګڼي او د سیمه ییزو ارګانونو ادراې او د هرات له والي څخه غواړي چې د عليزايي دغه ډول خپل سرو کړنو مخه ونیسي.

خو د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزايي پر ده لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي او وايي، د ولایتي شورا دغه شمېر غړي زیاتره وخت په دې شورا کې نه وي حاضر.

علیزایي د دې شورا یو شمېر غړي د ګمرکونو د عایداتو په تښتولو، غلا او هرات ښار ته د قاچاقي او نه محصول شوو توکو په وارېدولو تورنوي او وايي، ما د دې شورا د غړو د ناقانونه موټرونو د وارېدولو مخه نیولې او اوس مې پر وړاندې ولاړ دي.

هغه دغه راز ټینګار کوي چې د څو نه محصول شوو سوداګریزو توکو موټرو په اړه اسناد هم لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement