ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

author avatar
23 Apr 2019 - 14:26
د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې
author avatar
23 Apr 2019 - 14:26

کابل(پژواک، ۳ غویی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، خو د کوچیانو حورزې په ګډون د پنځو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې لاهم نه دي اعلان شوې.

د یاد کمېسیون د اعلان له مخې، سید مقتدا میران، ډاکتر محمود خان نصرت، روح الله خانزاده، حاجي سید احمد خادم، ګل احمد کمین، سید احمد سېلاب، خلیل احمد مجاهد، انجنیر محمد عارف نورزی، فریبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحق زۍ او پروین نامه توانېدلي چې له کندهار ولایت څخه ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسیون د رهبرۍ د نوي پلاوي له دندې وروسته د بلخ، پکتیا، غور، هرات، فراه، تخار، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندهار او اهل هنودو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.

د ټاکنو کمېسیون تراوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندهار او اهل هنودو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، خو د کوچیانو د حوزې په ګډون یې د کابل، میدان وردګ، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان کړې.

د ټاکنو د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د ۱۳۹۷ کال د لړم په ۱۹ مه او وروستۍ پایلې یې د همدغه کال د لیندۍ په ۲۹ مه اعلان شي، خو د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو لا هم د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دوه ورځې مخکې ویلي و، له کابل پرته به د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې د روانې اوونۍ په جریان کې اعلان شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.