د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړی

د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړی

Apr 23, 2019 - 18:33

کندهار (پژواک، ۳ غویی ۹۸): په کندهار کې نوي جوړ شوي ۳۵۰ بستریز روغتون یوازې د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پیل کړى په داسې حال کې چې په دې ولایت کې روغتیايي چوپړ ته ډېره اړتیا ده.

دغه روغتون د کندهار ښار په عنیو مېنه کې پر ۱۷۳ جریبه ځمکه د عامې روغتیا وزارت د ۵۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د دغه روغتون له جوړېدو یو کال تېرېږي خو  اوس یې یوازې د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړ.

د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد هاشم الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، سمدستي یې د روغتون له ۳۵۰ بسترونو ۵۰ فعال کړي او د عمومي جراحي، نسايي ولادي او جدي مراقبت په څانګو کې یې ناروغانو ته د درملنې او خدماتو چارې پيل کړې دي.

هغه زیاته کړه، په دغه روغتون کې به د سوېلي زون په کچه د ناروغانو درملنه کېږی.

د ده په خبره، د دغه روغتون د جوړولو چارې یو کال وړاندې بشپړې شوي او له تېرې څه مودې راهیسې یې پر اکمال او تجهیز کار روان دی.

دی وايي، له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي څو دغه روغتون پرمختللي روغتیايي سامان الات او مسلکي روغتیايي کارکوونکي ولري.

هغه وويل چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د دغه روغتون ۳۰۰ نور بسترونه هم فعال شي.

دی وايي، هڅه کوي دغه روغتون غوره خدمات وړاندې کړي او دلته به هغه روغتیايي عملیات کېږي چې د کندهار په نورو روغتونونو کې نه شي کېدای.

تر دې وړاندې د دغه روغتون د فعالیت په اړه د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د دوی تمه هم دا وه چې دغه روغتون یو کال مخکې خدمات پیل کړي وای، خو د ځینو ستونزو له امله یې فعالیت له ځنډ سره مخ وو.

د ده په خبره، د دغه روغتون د فعالولو، په سامالان الاتو د سمبالولو چارې د وزارت په لاس کې دي او دوی تر ډېره خپل مسوولیتونه تر سره کړي دي.

دی وايي، د دغه روغتون د تجهیزاتو او سامان الاتو لپاره مرکزي ادارې ۱۶ میلیونه افغانۍ منظورې کړې وې چې د تدارکاتي ستونزو له امله ناوخته ورسېدلې خو بیا هم یوه اندازه د اړتیا وړ طبي وسایل، چپرکټونه او سامان الات ورته اخیستل شوي دي.

دغه راز ده یادونه کړې وه چې د دغه روغتون د خدماتو د پیلولو لپاره ولسمشر ۷۶۵ میلیونه افغانۍ بودیجه هم ځانګړې کړې چې ولسي جرګه یې باید تصویب کړي، خو  په ولسي جرګه کې د کندهار استازو په دې برخه کې هیڅ همکاري نه ده کړې او دغه موضوع همداسې پاتې ده.

په کندهار کې د دغه نوي جوړ شوي روغتون د يواځې ۵۰ بسترونو د فعاله کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې په دې ولایت کې میرویس روغتون د حوزې په کچه فعالیت کوي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.

یاد شوي روغتون ته دا مهال د پنځو ولایتونو د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ترافيکي پېښو ټپيان هم راوړل کېږي چې د چارواکو په وینا، په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسېدنه نه شي کېدای.

د کندهار اوسېدونکي وايي، دوی تمه لرله چې په کندهار کې به نوی ۳۵۰ بستریز روغتون په بشپړه توګه فعال شي او له دې سره به د ناروغانو ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به ښه والى راشي.

د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکي عبدالواسع وايي، د دغه روغتون جوړېدو شاوخوا پنځه کلونه وخت ونيوه ، خو اوس یې چې فعالیت پيل کړی نو یوازې به ۵۰ بسترونه ولري.

دی زیاتوي، حکومت دې د روغتیا په برخه کې د کندهار د خلکو ستونزو ته په کتو د دغه روغتون لپاره د تشکیل او تجهیزاتو غم وخوري او ټول ۳۵۰ بسترونه دې فعال کړي، ځکه چې اوسني روغتیايي خدمات د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.

هغه زیاته کړه، چارواکي دې دلته د ناروغيو د تشخيص او درملنې د کيفيت پر لوړولو هم کار وکړي څو خلک نور اړ نه شي د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې ۱۷۶ داسې ساحې او کلي په نښه کړي چې لري پراته دي او له روغتیايي پوښښ څخه پاتې دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په کندهار کې د عامې روغتیا وزارت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور په مرسته د میرویس حوزوي روغتون په ګډون ۲۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې په دې کې بشپړ، بنسټیز، ګرځنده، فرعي او نور مرکزونه شامل دي.

له دې ډلې ۷۱ روغتیايي مرکزونه د دولت او ۱۹ د خصوصي سکتور په پانګونه جوړ شوي دي.

د کندهار ډېری اوسېدونکي په داسې حال کې روغتايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې د ګاونډیو ولایتونو ناروغان هم د درملنې لپاره دې ولایت ته راځي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement