ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړی

د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړی

author avatar
23 Apr 2019 - 18:33
د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړی
author avatar
23 Apr 2019 - 18:33

کندهار (پژواک، ۳ غویی ۹۸): په کندهار کې نوي جوړ شوي ۳۵۰ بستریز روغتون یوازې د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پیل کړى په داسې حال کې چې په دې ولایت کې روغتیايي چوپړ ته ډېره اړتیا ده.

دغه روغتون د کندهار ښار په عنیو مېنه کې پر ۱۷۳ جریبه ځمکه د عامې روغتیا وزارت د ۵۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د دغه روغتون له جوړېدو یو کال تېرېږي خو  اوس یې یوازې د ۵۰ بسترونو په لرلو فعالیت پيل کړ.

د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد هاشم الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، سمدستي یې د روغتون له ۳۵۰ بسترونو ۵۰ فعال کړي او د عمومي جراحي، نسايي ولادي او جدي مراقبت په څانګو کې یې ناروغانو ته د درملنې او خدماتو چارې پيل کړې دي.

هغه زیاته کړه، په دغه روغتون کې به د سوېلي زون په کچه د ناروغانو درملنه کېږی.

د ده په خبره، د دغه روغتون د جوړولو چارې یو کال وړاندې بشپړې شوي او له تېرې څه مودې راهیسې یې پر اکمال او تجهیز کار روان دی.

دی وايي، له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي څو دغه روغتون پرمختللي روغتیايي سامان الات او مسلکي روغتیايي کارکوونکي ولري.

هغه وويل چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د دغه روغتون ۳۰۰ نور بسترونه هم فعال شي.

دی وايي، هڅه کوي دغه روغتون غوره خدمات وړاندې کړي او دلته به هغه روغتیايي عملیات کېږي چې د کندهار په نورو روغتونونو کې نه شي کېدای.

تر دې وړاندې د دغه روغتون د فعالیت په اړه د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د دوی تمه هم دا وه چې دغه روغتون یو کال مخکې خدمات پیل کړي وای، خو د ځینو ستونزو له امله یې فعالیت له ځنډ سره مخ وو.

د ده په خبره، د دغه روغتون د فعالولو، په سامالان الاتو د سمبالولو چارې د وزارت په لاس کې دي او دوی تر ډېره خپل مسوولیتونه تر سره کړي دي.

دی وايي، د دغه روغتون د تجهیزاتو او سامان الاتو لپاره مرکزي ادارې ۱۶ میلیونه افغانۍ منظورې کړې وې چې د تدارکاتي ستونزو له امله ناوخته ورسېدلې خو بیا هم یوه اندازه د اړتیا وړ طبي وسایل، چپرکټونه او سامان الات ورته اخیستل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.