ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى خليلزاد د افغان سولې په تړاو په اووم سفر روان شوى

زلمى خليلزاد د افغان سولې په تړاو په اووم سفر روان شوى

author avatar
23 Apr 2019 - 11:23
زلمى خليلزاد د افغان سولې په تړاو په اووم سفر روان شوى
author avatar
23 Apr 2019 - 11:23

کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٨) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سولې په تړاو په اووم سفر روان شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې خليلزاد د غويي په دويمه نېټه روان او ټاکل شوې ده چې تر ٢٠ ورځو زيات بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

سرچينې زياته کړې، هغه به بريتانيا، روسيې، قطر، پاکستان، هندوستان او افغانستان ته د سفر پر مهال د دغو هېوادونو له مشرانو سره د افغان سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، خليلزاد به په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او سياسيونو سره د سولې پروسې په اړه مشورې وکړي او هڅه کوي چې بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

په خبرپانه کې راغلي، دا ځل به خليلزاد هڅه وکړي چې د افغان سولې لپاره د نړيوالو ملاتړ ترلاسه کړي .

دغه راز سرچينې ويلي، هغه به په دوحه کې له طالبانو سره د ناستو پر مهال هغوى وهڅوي چې بين الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.

بلخوا خليلزاد هم په خپل يوه ټويټ کې ليکلي،چې له امريکا څخه يادو هېوادونو ته د سفر په موخه روان شوى او هڅه کوي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د حل لاره پيدا کړي.

هغه زياته کړې:(( زه به داځل هڅه وکړم چې د افغان سولې پروسې لپاره د نړيوالو ملاتړ ترلاسه او ټول افغان اړخونه وهڅوم، چې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

د يادونې ده چې خليلزاد تر دې مخکې سيمې ته شپږ سفرونه کړي او له طالبانو سره يې پنځه ځله  خبرې کړې دي.

تېر ځل چې هغه سيمې ته په شپږم سفر راوتلى و، د ځينو ستونزو او اختلافاتو له امله يې قطر ته سفر وځنډېد.

په تېرو ناستو کې خليلزاد ويلي و چې له طالبانو سره يې د ځواکونو پر وتلو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړې ته رسېدلي او بل پړاو کې به د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.