ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ غوره لیکوالان وستایل شول

شپږ غوره لیکوالان وستایل شول

author avatar
23 Apr 2019 - 18:36
شپږ غوره لیکوالان وستایل شول
author avatar
23 Apr 2019 - 18:36

کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٨): د افغان ليکوالانو له خوا جوړې شوې اکاډمۍ، د کتاب ورځې په مناسبت نن کابل کې شپږ غوره لیکوالان وستایل.

 د "زري کړکي اکاډمي"  مشر نجیب الله منلي په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل چې دغه اکاډمي د افغان لیکولانو له خوا جوړه شوې او هر کال د کتاب ورځې په مناسبت غوره لیکولان ستایي.

د هغه د معلوماتو له مخې،  دغه اکاډمي په خپله اتمه دوره کې اجمل ښکلى د "خوشحال په غزل کې ښکلا" په نوم کتاب، نرګس حسن زی "د ماشومانو لارښود" په نوم کتاب، صلاح الدین ارمان د "ادب پوهنه" کتاب، ګیتا سعید د "مرا بشنو" په نوم کتاب، فرشید ورنما د "نه بگویدها" او د ازر سلیم د "باده باران" کتاب ليکوالان دي چې د يادې اکاډمۍ له خوا وستايل شول.

 د هغه په وينا، ياد اکاډمي هر کال د لنډو کيسو، شعر او څېړنو په برخه کې يو شمېرهغه ليکوالان ستايي چې په خپلو ليکنو کې يې انسانیت، افغانیت، اسلامیت او ادبیاتو ته  درناوى شوى وي.

نجيب الله منلى وايي، د ليکوالانو له ستايلو د دغې اکاډمۍ موخه داده چې ځوان نسل لیکوالۍ ته وهڅول شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، يادې اکاډمۍ په تېرو اوو کلونو کې ۳۶ لیکولان ستايلي دي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.