د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: د سولې لپاره شرایط برابر شوي او په دې برخه کې محدودیتونه له منځه تللي

غني: د سولې لپاره شرایط برابر شوي او په دې برخه کې محدودیتونه له منځه تللي

Apr 23, 2019 - 18:19

کابل(پژواک، ٣ غويى ٩٨): ولسمشر غني وايي، د سولې لپاره شرایط برابر شوي، په دې برخه کې محدودیتونه له منځه تللي او د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د ټولو افکار په منسجم او منظم بحث بدله شي.

ولسمشسر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې جرګې خېمې تالار کې د مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون مشرتابه او غړو سره کتلي دي.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني په دې کتنه کې ويلي، د جرګې د ملي بحث پایلو کې به ستاسو د کوښښونو اغېزې هېوادوال، سیمه او نړۍ وګوري.

هغه زیاته کړې:" موږ د واحد او منسجم ملت په توګه خپل مسایل تل د جرګو او مشورو له لارې حل کړي."

د ده په وينا، افغان ښځې په خپل ټول قوت خپل استازیتوب کوي او د دغې جرګې د ښځینه ګډونوالو فیصدي باید له دېرش سلنې څخه کمه نه وي.

هغه ويلي :"د بې ثباتۍ یو لامل د لوبې د واضح، اصولو او قواعدو نه شتوالی و، مګر اساسي قانون دغه ستونزه په اساسي توګه حل کړې."

د ده په وينا، د لویو جرګو ښه والی دادی چې هېڅوک یې نه شي سانسور کولی او د ملت استازي په ازادانه توګه خپل نظریات، وړاندیزونه او مشورې مطرح کوي.

غني وايي چې دا د مشورتي لویې جرګې او ولس استازو پورې اړه لري چې د سولې پروسې حدود څنګه ترسیموي.

ولسشمر ويلي چې د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د ټولو افکار په منسجم او منظم بحث بدل کړي.

 هغه زیاته کړې چې د سولې لپاره ملي، سیمه ییز، اسلامي او بین المللي شرایط برابر شوي او په دې برخه کې شته محدودیتونه له منځه تللي.

 هغه په ټینګار سره وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح او بحث متمرکز کړي.

ولسمشر غني زياتوي:" مشوره اسلامي او جرګه او مشارکت زموږ ملي اصل او ارزښتونه دي او باید جدي ونیول شي. د ولس استازي مو وصل ته راغوښتي، نه فصل ته، نو د سولې مشورتي لویه جرګه د شخص نه، بلکې د نظام او وصل جرګه ده. "

ده څرګنده کړې چې د سولې مشورتي لویه جرګه به ځکه ځانګړې وي، چې د ټولو ولایتونو، ولسوالیو او اقشارو استازي په کې ګډون لري او هر استازی باید داسې وګڼي چې د ټول هېواد استازیتوب کوي.

محمداشرف غني ويلي:"سوله یو خوب و، چې کله کله به یې یادونه کېده، مګر داسې نه احساسېده چې راتلونکې ده او یا به یې موږ په ژوند کې وګورو، مګر په تېرو دوو کلونو کې سوله له حاشیې متن ته راغلې او هر افغان د سولې په اړه فکر کوي."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement