د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې تر اته کلن ځنډ وروسته د درې ښارګوټو چارې پيل شوې

ننګرهار کې تر اته کلن ځنډ وروسته د درې ښارګوټو چارې پيل شوې

Apr 23, 2019 - 18:29

جلال اباد (پژواک، ۳ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تر اته کلن ځنډ وروسته د پوليسو د ښارګوټي په ګډون د درېيو ښارګوټو کارونه رسماً د فوايدې عامې وزارت له لوري پيل شول.

د "شهيد" زړور زاهد د پوليسو، د بهسودو ولسوالۍ د خانکي او د بهسودو ولسوالۍ د بحراباد د ښوونکو ښارګوټي په ننګرهار کې يو له هغو ښارګوټو څخه وو، چې له کلونو راهيسې يې خلکو پيسې دولت ته تحويل کړې وې؛ خو تر اوسه ورته د نومرو د وېش لړۍ نه وه پيل شوې.

 د ننګرهار ولایت د ښار جوړونې سرپرست رييس انجنیر عبدالباسط ساحل وايي، د زړور زاهد د پولیسو ښارګوټی د روداتو ولسوالۍ مربوطاتو کې پلان شوی چې شاوخوا ۲۱۴ د استوګنې نومرې لري.

د نوموړي په وینا، د بهسودو په قاسم اباد کې د خانکي په سیمه کې د کډوالوکورنیو لپاره په درې زره جریبه ځمکه کې د څلور زره استوګنو نومرو په نظر کې نیولو سره ښارګوټی منظور شوی دی .

د هغه د معلوماتو له مخې، دبهسودو په بحراباد سیمه کې په پنځه سوه جریبه ځمکه کې د ښوونکو ښارګوټی هم منظور شوی،چې شاوخوا ۱۱۱۲د استوګنې نومرې به ولري، چې یاد درې ښارګوټي له کلونو راهیسې جوړېدو ته چمتو وو، خو له مرکز څخه يې منظوري نه وه راغلې .

د ښار جوړونې رييس وايي، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وروستیو هلو ځلو په ترڅ کې ترتیب شوی پلان د ښار جوړونې او اراضي وزارت له لوري منظور شو او ډېرر ژر به یاد درې ښارګوټو کې عملي چارې پیل کړي .

هغه زیاتوي، د کامې ولسوالۍ او جلال اباد ښار ښوونکو ښارګوټي د منظورۍ چارې هم تر کار لاندې دي او ژر به منظوري تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هغو کسانو چې د دغو ښارګوټو د نومرو اسناد ورکړل شوي و په ځلونو يې د نومرو تر لاسه کولو غوښتنې او د چارواکو له ناغېړۍ شکايتونه کړي و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement