ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خاص کونړ ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه شوه

په خاص کونړ ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه شوه

author avatar
23 Apr 2019 - 20:35
په خاص کونړ ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه شوه
author avatar
23 Apr 2019 - 20:35

اسعداباد (پژواک، ۳ غویی ۹۸):د کونړ د عامې ورغتيا رياست وايي، د دې ولايت د خاص کونړولسوالۍ کې دروغتیاي مرکز(CHC) ودانۍ د عامې روغتیا وزارت د دیارلس اعشاریه اوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه.

د کونړولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر عزیز الرحمن ساپی وايي، دغه ودانۍ په یو پوړ کې د یو کال په موده کې جوړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ شل خونې لري او ۱۵ بسترونه لري د يوې ښځينه او يو نارینه ډاکترانو په ګډون نور ټول طبي پرسونل پکې خدمات وړاندې کوي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دغه روغتیايي مرکز د پرانستې پرمهال وویل چې ددې مرکز په جوړیدو سره به  ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او کډوالو روغتيايي ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.

والي زیاته کړه، هغه سيمې چې له روغتیايي مرکزونو لرې پرتې دي د هغوی لپاره دې دموبایل کلنیکونو له لارې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د خاص کونړ ولسوالۍ یوتن قومي مشر طاوس خان بیا د روغتیاي مرکز په جوړیدو خوښي وښوده خو نوموړي په کلنیک کې د درملو پر شتون ټینګار وکړ.

هغه له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د خاص کونړ ولسوالۍ د مرکز اسعداباد نه لرې او یوه ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده ، بايد دلته پنځوس بستريزه روغتون جوړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.