د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هلمندکې د مرستې غلا شوي ٢٥ ټنه غنم بېرته ترلاسه شول

په هلمندکې د مرستې غلا شوي ٢٥ ټنه غنم بېرته ترلاسه شول

Apr 23, 2019 - 14:22

لښکرګاه ( پژواک، ۳ غويى ۹۸ ): چارواکي وايي چې په هلمند کې د سيلاب ځپلو لپاره له مرستو شويو غنمو څخه غلا شوي ٢٥ ټنه بېرته پوليسو ترلاسه کړي دي.

په دې وروستيو کې هلمند کې له سيلاب ځپلو کوچيانو سره د زرګونه ټنه غنمو مرسته وشوه.

خو د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاالله افغان د غويي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادو غنمو څخه ٢٥ ټنه غلا شوي وو چې تېره شپه پوليسو ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((د ولايت مقام ځينو کسانو او د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا پخواني مشر محمد نبي الفت د وېشلو په بهانه دغه غنم پټ کړي وو.))

افغان وايي چې د خلکو حق خوړل شوى، له دغو کسانو سره بايد قانوني چلند وشي.

دغه راز د ولايتي شورا يو بل غړي ګل اغا مسلم پژواک ته وويل چې له ګدامونو څخه د ولس په نوم غنم را ايستل کيږي، خو بيا په بازار کې پلورل کيږي.

مسلم زياتوي: ((که د غنمو دغه غله ونه نيول شوي او سزا ورنه کړل شي موږ ته ولايت مقام مسوول دى.))

په دې اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې د لښکرګاه ښار د صافيانو سيمې له يوه ګدام څخه غلا شوي غنم بېرته ترلاسه شوي دي.

والي ژمنه وکړه چې دغه مسله جدي تعقيبوي او د پېښې عاملين به عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

دغه راز په دې پېښه کې تورن او د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا پخواني رييس محمد نبي الفت پژواک ته وويل چې د غنمو د غلا په مسئله کې لاس نه لري.

هغه وايي: ((ځينې کسان غواړي ما بد نام کړي، زه په دې مسئله هېڅ خبر نه يم.))

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هلمند ترڅنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم سيلابونو له سلو ډېر کسان مړه کړي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي چې د حکومت او خيريه ټولنو له لوري ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې روانې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement