ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د چرګانو نهه فارمونه جوړ شول

کونړ کې د چرګانو نهه فارمونه جوړ شول

author avatar
23 Apr 2019 - 19:55
کونړ کې د چرګانو نهه فارمونه جوړ شول
author avatar
23 Apr 2019 - 19:55

اسعداباد (پژواک، ٣ غويى ٩٨): دکونړ ولايت په مرکز او څلورو ولسواليو کې د ٣٨٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د چرګانو نهه فارمونه جوړ شول.

د دغه ولايت د کرنې او مالدراۍ رييس انعام الله ساپيد کونړ د څوکۍ په ولسوالۍ کې په جوړه شوې ناسته کې وويل، د دغو فارمونو شپېته سلنه لګښت د کرنې وزارت او پاتې نور د فارمونو د مالکانو پر غاړه دى.

د ده په وينا، د کونړ په مرکز اسعد اباد او وټپور ولسوالۍ کې يو، يو، په څوکۍ نرنګ ولسوالۍ کې دوه، دوه او د خاص کونړ په ولسوالۍ کې درې فارمونه جوړل شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، کونړ کې ۳۷۶ د چرګوړو د لوېدو فارمونه شتون لري او په کال کې ۵۶۰۰ ټنه غوښه تولیدوي.

دى وايي چې د دغې غوښې نيمايي يې نورو ولايتونو ته صادرېږي.

دکونړ والي عبدالستار میرزکوال د يادو نهو فارمونو د پرانستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د دغو فارمونو د چرګانو له غوښې استفاده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.