د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​"وسله وال طالبان د مزار– شبرغان پر لاره له باروړونکو موټرو ماليه اخلي"

​"وسله وال طالبان د مزار– شبرغان پر لاره له باروړونکو موټرو ماليه اخلي"

Apr 23, 2019 - 14:45

مزارشريف ( پژواک، ٣ غويى ۹۸) : د بلخ ولايت سوداګر وايي، چې وسله والو طالبانو د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې سيار ګمرک جوړ کړی او پر دغې لار له تلونکو باروړونکو موټرو څخه محصول اخلي.

دوی پر امنيتي ادارو نيوکه کوي، چې له څو ځله ژمنو سره يې بيا هم د يادې لارې په اوږدو کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه شواى کړای.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد بيا د يادې لويې لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا د ګمرک جوړېدو موضوع ردوي.

د بلخ د ولايتي شوار پخواني مرستيال او سوداګر ذبيح الله کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو  د مزار– شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د چهاربولک ولسوالۍ زيکزيک سيمې اړوندساحه کې ګمرک جوړ کړی او پر دغې لارې له تلونکو بار وړونکو موټرو څخه محصول ټولوي.

کاکړ زياته کړه، چې د مزار – شبرغان پر لويې لارې د تېلو او نفتو د لېږدولو له هغو موټرو څخه چې له آقينې او اندخوی څخه  مزار شريف ته راځي، له هر موټر څخه ۱۸۰۰۰افغانۍ محصول اخيستل کېږي.

د هغه په خبره، د تېلو هر ټانکر چې طالبانو ته محصول ورنه کړي؛ نو د طالب وسله والو له خوا درول   کېږي، تېل يې خرڅوي او پيسې يې خپله اخلي.

دغه سوداګر همدا راز وايي، چې وسله وال طالبان د مزار – شبرغان پر لويه لار هغو موټرو څخه  ټول تېل اخلي، چې له کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او ناټو ځواکونو سره قرار داد لري او هغوی ته تېل ور رسوي.

نوموړی زياتوي، چې په دې کار سره د بلخ  - شبرغان لويې لارې طالبان له مالي پلوه د ځواکمنېدو په حال کې دي، چې ورسره جګړې هم زياتې شوې دي.

کاکړ وويل: (( که حکومت د لارې امنيت تامين نه کړي؛ نو سوداګر مجبور دي، چې طالبانو ته ماليه ورکړي او زيان يې عام ولس ته رسېږي؛ ځکه د سوداګرو چې څومره مصرف وشي، هغه بيا بازار کې خپل مواد قيمته کوي)).

د هغه په وينا، له دې لارې هره ورځ د طالبانو جيبونو ته ميليونونه افغانۍ عوايد ورځي.

نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو د ګمرک مسوولينو سوداګرو ته اخطار ورکړی، چې که د محصول له  ورکړې پرته يې بار وړونکي موټر پر دغې لويې لارې تېر کړل؛ نو دوی به يې موټرو ته اور واچوي.

هغه له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د دغې ستونزې د حل په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل، چې د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې امنيتي ستونزې زياتې شوې دي.

خو هغه د يادې لارې په اوږدو کې د طالبانو د ګمرک له جوړولو څخه ناخبري وښوده او زياته يې کړه چې په دې تړاو معلومات نه لري.

د حديد په خبره، ښايي د يادې لويې لارې په اوږدو کې دا ډول ستونزې وي؛ خو زياته يې کړه چې دی په جريان کې نه دی او نه هم چا ولايتي شورا ته په دې اړه شکايت کړی دی.

د تېلو يوه لېږدونکي، چې په مستعار نوم شعيب يې له پژواک سره خبرې وکړې وايي، چې طالبان له تېرې يوې مياشتې راهيسې تقريبا له هر باروړونکي موټر څخه محصول تر لاسه کوي.

نوموړی وايي، چې دی په اوونۍ کې دوه ځله له آقينې څخه مزار شريف ته تېل انتقالوي او مجبور دی، چې هم طالبانو ته او هم په حکومتي ګمرک کې محصول ورکړي.

شعيب زياته کړه، چې په تېرو دوه مياشتو کې شاوخوا ۱۰ بار وړونکي موټر د طالبانو له خوا يا سوځول شوي او يا يې هم له ځان سره وړي دي.

د هغه په خبره، يادو موټرو يا امنيتي ارګانونو ته تېل انتقالول او ځيني په کې شخصي هم وو؛ خو طالبانو ته يې محصول نه و ورکړی.

شعيب زياتوي، چې هره ورځ لسګونه بار وړونکي موټر پر دغې لارې تګ راتګ کوي، چې طالبان ورنه محصول ټولوي.

نوموړي دا هم وويل، چې طالبان ثابت ګمرک نه لري او په سيار ډول د يادې لويې لارې په اوږدو کې کله په يوه سيمه او کله هم په بله سيمه کې چک پاينټ اچوي او محصول اخلي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايي مدير نصيراحمد قاسمي هم وايي، چې د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې وروستيو امنيتي اندېښنو سوداګريزې چارې ټکنۍ کړې دي.

هغه زياته کړه، چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې ځيني وخت د يادې لويې لارې په اوږدو کې د سوداګرو موټر توقف شوي او يا هم سوځول شوي دي.

خو قاسمي زياته کړه، چې دوی ته هم تر اوسه د طالبانو له خوا د محصول اخيستو په تړاو رسمي شکايت نه دی ورغلی.

هغه وويل، چې سوداګرو څو ځله د شمال له امنيتي مسوولينو څخه د مزار– شبرغان لويې لارې د امنيت د ټينګښت غوښتنه کړې؛ خو هغوی تر اوسه په دې برخه کې د قناعت وړ اقدامات نه دي کړي.

د قاسمي په خبره که د مزار – شبرغان پر لويې لارې امنيتي ستونزې حل نه شي؛ نو دغه چاره به پر سوداګريزو چارو زيات منفي اغېز وکړي.

نوموړي له امنيتي منسوبينو غوښتنه  وکړه، چې د يادې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د مزار – شبرغان پر لويه لار د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګمرک جوړېدو موضوع رد کړه.

فرهاد وويل، چې وخت نا وخت وسله وال طالبان د شپې له تيارې څخه په استفادې په چريکي ډول لويې لارې ته راووځي؛ خو په يادو سيمو کې مشخص ځای  او لارې ته د راوتلو ځانګړی وخت نه لري.

هغه زياته کړه، چې وسله وال طالبان په دومره شمېر نه دي، چې په دوامداره توګه د يادې لويې لارې په اوږدو کې و اوسي.

نوموړی زياتوي، چې يو يا دوه ځله طالبانو په چريکي ډول پر دغې لارې موټر درولي دي؛ چې د امنيتي ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.

د فرهاد په خبره د مزار – شبرغان پر لويه لار د امنيتي ننګونو د له منځه وړلو په موخه د تصفيوي عملياتو پلان جوړ شوی، چې ژر به عملي شي.

د هغه په خبره، په پلان کې ده چې د يادې لويې لارې په اوږدو کې د امنيت د ټينګښت په موخه امنيتي  بېسونه او پوستې جوړې شي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته تاييد کړه، چې طالبان د دغې لارې په اوږدو کې له هغو موټرو څخه چې له بهر څخه مواد واردوي، يو فيصد ماليه اخلي.

مجاهد زياتوي، چې د ماليې په بدل کې طالبان د يادو موټرو د امنيت په برخه کې سوداګرو سره مرسته کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement