کابل (پژواک، ۳ غويی ۹۷): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسمشرۍ د نوماندانو په تړاو څېړنې بشپړې کړي او د اعلان لپاره يې د هغوى وروستى نوملړ د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته استولى دى.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
د ولسمشرۍ لپاره ١٨ کسانو ( ولسمشر محمداشرف غني، اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، احمدولي مسعود، ګلبدين حکمتيار، رحمتالله نبيل، عنايتالله حفيظ، غلامفاروق نجرابي، فرامرز تمنا، محمد ابراهيم الکوزي، محمدحکيم تورسن، محمدحنيف اتمر، محمدشهاب حکيمي، نورالرحمان لېوال، عبدلطيف پدارم، شيدا محمد ابدالي، زلمي رسول، سيد نورالله جليلي او نورالحق علومي ځانونه نوماند کړي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کمېشنر او وياند محمد قاسم الياسي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه کمېسيون د يادو نوماندانو په اړه له قانون سره سم څېړنې بشپړې کړي او په تړاو يې شته شکايتونه هم څېړل شوي دي.
ده وويل چې د نوماندانو د لومړني نوملړ په اړه د شکايتونو لړۍ هم پاى ته رسېدلې ده.
الياسي د کابل د ولسي جرګې د ټاکنيزې حوزې د وروستيو پايلو د اعلان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:" موږ له تېرې اوونۍ د کابل د ولسي جرګې قضيو ته د رسېدنې په موخه کار پيل کړى، د قضيو د هر اړخېزو برخو تر څېړنې وروسته به خپل قضاوت وکړو، هغه قضاوت چې له مخې يې نسبي عدالت تامين شي، د سل سلنه عدالت د تامين ادعا نه کوو او له شته انتخابونو به تر ټولو غوره وټاکو."
هغه وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به ډېر ژر د پاتې نورو ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو اړوندې چارې بشپړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزير فاروق وردګ نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې کېداى شي راتلونکې شنبې د ملي شورا اوولسم پړاو مخکې له هغه چې د کابل او ميدان وردګو ولايتونو د ولسي جرګې پايلې اعلان شي، پرانيستل شي.
د ټاکنو کمېسيون تراوسه د لغمان، دايکنډي، سمنګان، جوزجان، باميانو، پروان، زابل، فارياب، نورستان، نيمروز، کونړ، کاپيسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتيکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغيس، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندهار او اهل هنودو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې، خو د کوچيانو د حوزې په ګډون د کابل، ميدان وردګ، پکتيا، بغلان او کندوز ولايتونو وروستۍ پايلې تر اوسه نه دي اعلان شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن