کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٨): په کابل کې د امريکا سفارت مرستياله وايي چې په سوله کې د ځوانانو رول مهم دى؛ ځکه امريکا پر افغان ځوانانو ډېره پانګونه کوي.
د امريکا سفارت مرستيالې کرن ډيکر دغه څرګندونې د افغان ځوانانو يوې غونډې ته چې پرون په یاد سفارت کې جوړه شوې وه، کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د سولې په روانه پروسه کې د ځوانانو پر لومړيتوبونو خبرې وشوې.
د امريکا سفارت مرستيالې کرن ډيکر وايي، ٦٣ سلنه افغانان له ٢٥ کلونو کم عمر لري او دوى د افغانستان يوه ځانګړې قانوني برخه جوړوي.
هغې زياته کړې چې دوى د افغان مشرانو او د هغوى هوښياري او پوهې ته درناوى لري، خو وايي چې امريکا په افغانستان کې پر ځوانانو ډېره پانګونه کوي.
مېرمن ډيکر وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغان ځوانان خپل ګډ او اغېزناک غږ د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنو د ساتلو او سولې ترلاسه کولو لپاره وکاروي.
په کابل کې د امريکا سفير جان باس د ځوانانو يادې غونډې ته په خپل ويډويي پيغام کې پر ځوانانو غږ کړى چې په ملي کچه د سولې لپاره د مباحثې برخه وګرځي.
د هغه په وينا، افغانان د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کولى شي او دوى پوهېږي چې کوم کار د دوى لپاره ګټور دى.
دغه راز د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په يوه ويډيويي پيغام کې د سولې په پروسه کې د افغان ځوانانو پر رول ټينګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن