ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ولایت اداري کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې

د پکتيا ولایت اداري کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
24 Apr 2019 - 16:55
د پکتيا ولایت اداري کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
24 Apr 2019 - 16:55

ګردېز (پژواک، ٤ غويی ٩٨): د ٤٥ ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيا د ولايت مقام اداري کمپلکس ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو به ولايت مقام يو مناسبه ودانۍ ولري.

کټوازی وايي، هڅه کوي هغو دولتي ادارو او رياستونو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې تر اوسه يې نه لري.

نوموړي وويل: ((دا تعمير داسې ډيزاين شوی چې د ولايت مقام مربوط ټولې شعبې به په کې په کافي اندازه عصري ځای ولري. زموږ د ولايت مقام اوسنی تعمير کافي او اړتيا ته ځواب ويونکی نه دی، له دې اداري کمپلکس سره به دا ستونزه حل شي.))

د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی د اداري کمپلکس د چارو په سم ترسره کولو ټينګار کوي او وايي چې چارې يې بايد په لازم کيفيت ترسره شي.

ځاځي نيوکه وکړه چې په ځينو سيمو کې ترسره شوې پروژې د کيفيت له اړخه خرابې دي او د امنیتي ستونزو له امله يې دوی او نور مسوول کسان هم پر وخت د څارنې لپاره نه شي ورتلی.

دی وايي: ((د پروژې مربوط هره ستونزه او نيمګړتيا چې موږ ته را ورسېږي، موږ به له خپل مسووليت سره سم له هغه څخه په ګډه نظارت وکړو او د نيمګړتيا د حل په برخه کې به کار کوو. په هره سيمه کې د ټولو کارونو د نظارت لپاره يو اساسي خبره د امنيت شتون دی، دولت بايد دې برخې ته جدي پام وکړي.))

د يادې ودانۍ جوړوونکي شرکت يو مسوول حميدالله وايي چې د ودانۍ لپاره يې د ګردېز د موسم په نظر کې نيولو سره کاري پلان برابر کړی او په ښه کيفيت يې د جوړېدو ډاډ ورکوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د پکتيا خلکو ته ډاډ ورکوو چې موږ معياري پروپوزل جوړ کړی، په معيارونو مو دا کار نيولی او انشاالله په معيارونو به يې جوړوو. د پروژې وخت يو کال دی، خو موږ کاري پلان لرو چې دا پخير په اووه مياشتو کې تکميل کړو.))

د يادونې ده، د پکتيا ولايت مقام اوسنۍ ودانۍ د ځای د تنګوالي او کم ساختماني کيفيت له امله مناسب نه بلل کېږي او له ډېرې مودې د نوې ودانۍ جوړېدو لپاره هلې ځلې روانې وې.

ياده دې وي چې په پکتيا کې له لسو زياتې نورې دولتي ادارې او رياستونه هم ودانۍ نه لري او په کرايي ځايونو کې ادارې چارې پر مخ وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.