ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتا ده او ملت یې نه مني

غني: هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتا ده او ملت یې نه مني

author avatar
24 Apr 2019 - 10:32
غني: هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتا ده او ملت یې نه مني
author avatar
24 Apr 2019 - 10:32

کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٨): ولسمشر غني د ولسي جرګې له برياليو نوماندانو سره په تعارفي ليدنه کې وويل، هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتا ده او ملت یې نه مني.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني په دې کتنه کې شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د ولسي جرګې ترسره شوو ټاکنو ته په اشارې ويلي: "شپږ میاشتې د داسې یوې ورځې په انتظار وم او نن د دولت او افغان ملت جسم تکمیل شو."

د ولسي جرګې د نورو ټاکنيزو حوزو وروستۍ پايلې اعلان شوې، خو د کوچيانو حوزې په ګډون د کابل، ميدان وردګ، پکتيا، بغلان او کندوز ولايتونو وروستۍ پايلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

په پارلماني چارو کې د دولت وزير ډاکټر فاروق وردګ تېره ورځ پژواک ته وويل چې کېداى شي له کابل او ميدان وردګو ولايتونو پرته د پاتې نورو ولايتونو د رايو پايلې روانه اونۍ اعلان او راتلونکې شنبه ملي شورا پرانيستل شي، خو ځيني شنونکي او د کابل مخکښ نوماندان د حکومت پر دې کړنه نيوکې کوي.

ولسمشر غني هم په ياده کتنه کې ويلي: "زه چمتو یم په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانيزم."

ولسمشر یادو وکیلانو ته په خطاب کې ويلي: "تاسې د ولسواکۍ شریکان یاست او موږ او تاسې په تقابل کې نه یو، بلکې ملت ته د دولت د حساب ورکولو، د قانون د حاکمیت بېلګه او د ولسواکۍ او اساسي قانون پر بنسټ د ثبات د ټینګښت شریکان یو."

هغه زياته کړې: "د ملت تالار باید د کشکمش پر میدان بدل نه شي، هره ستونزه چې لرو باید په ګډه یې د حل هڅه وکړو. د اجرائیه او مقننه قوې ترمنځ احترام لازم دی او د لوبې اصول او قواعد باید تعیین کړو."

ده، سوله، د سولې مشورتي لویه جرګه او د جمهوري ریاست ټاکنې درې مهمې موضوعات بللي  او د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې د غړو فعال حضور يې مهم ياد کړى دى.

ټاکل شوې د سولې مشورتي لويه جرګه کابل کې د غويي په نهمه پيل او ١٢ مه پاى ته ورسي.

ولسمشر غني ويلي: "هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتاه ده چې ملت یې نه مني."

هغه زیاته کړې چې دا تاریخي پړاو فرصتونه او ګواښونه لري چې فرصتونه یې تر ګواښونو زیات دي؛ په دې شرط چې ملي وحدت، د درې ګونو قواوو اتفاق او ملي ګټې تعریف او له هغې په مېړانه دفاع وشي.

غني ويلي ډاډه دى چې د هېواد د درې ګونو قواوو د درېیم رکن په بشپړولو سره به د خلکو غږ د ملت او د شریکانو او د ټولې نړۍ خلکو ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.