تالقان (پژواک، ٤ غويی ٩٨): امنيتي چارواکو د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون د ٢٨ طالبانو د وژل کېدو او ١٨ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
د ٢١٧ پامیر قول اردو درستيزوال سيد قربان موسوي د غويي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې افغان ځواکونو د تخار د دشت کلا ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو په لړ کې تر اوسه د اى خانم سيمې کلابندې ماته شوې خو د زوړ ښار په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.
دى وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د بهارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالرزاق تر څنګ د دوست محمد مصباح، عثماني، ملا منور او ملا حمزه په نومونو د طالبانو قوماندان هم شامل دي.
هغه وايي: ((دا هغه کسان وو چې د دشت کلا تر څنګ يې د ماوراى کوکچې سيمه نا امنه کړې وه.))
دغه راز د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دشت کلا ولسوالۍ ډېرې سيمې له طالبانو څخه بېرته نيولي دي.
دى وايي: ((د دې لپاره چې په ياده ولسوالۍ امنيتي ستونزې کمې وې، نو د امنيتي ځواکونه غواړي چې هلته دوه نوې قرارګاوې ډېر ژر جوړې کړي.))
خو د تخار ولايتي شورا رييس وفي الله رحماني بيا وايي چې د دغه ډول عملياتو ترسره کول يواځې نمايشي بڼه لري.
ده زياته کړه: ((اوس هم د دشت کلا او ځينو نورو ولسواليو تر څنګ د مرکز تالقانو ځينې سيمې هم نا امنه دي، نمايشي کارونه بايد ونه شي د امنيت د ټينګښت لپاره بايد جدي اقدام وشي.))
بل لور ته طالبانو دشت کلا ولسوالۍ د جګړو په اړه تازه څه نه دي ويلي.
خو دوه ورځې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو چې طالبانو د دشت کلا ولسوالۍ په اى خانم سيمه کې د ملي اردو پر ټانګ چاودنه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن