ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کليو پراختيا وزارت تېر کال د ۱۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت سلګونه پروژې پلې کړې دي

د کليو پراختيا وزارت تېر کال د ۱۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت سلګونه پروژې پلې کړې دي

author avatar
24 Apr 2019 - 16:49
د کليو پراختيا وزارت تېر کال د ۱۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت سلګونه پروژې پلې کړې دي
author avatar
24 Apr 2019 - 16:49

کابل (پژواک، ۴ غويي ۹۸): تېر کال د ۱۱۴ ميليونه ډالرو په لګښت د څه باندې زرو پروژو بشپړېدل د کليو پراختيا وزارت او بلخوا بیا د ۱۳۷ ټانکره بې کيفيته تېلو قرنطين د نفت او ګاز ادارې له لاسته راوړنو دي.

دغه راز په تېر کال کې ٣٦٨ د درملو اړوندو بنسټونو ته د جواز ورکول د درملو چارو د تنظيم ادارې له لاسته راوړنو دي. د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې تېر کال يې ۷.۲ ميليارده افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى.

دغو ادارو نن ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام په لړ کې د تېر کال کړنې له رسنيو سره شريکې کړې.

د کليو د بيارغونې او پراختیا وزیر:

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير، مجيب الرحمن کريمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې تېر کال د بېوزلۍ کچې د کمولو په برخه کې د هېواد په کچه د نږدې ۱۱۴ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت څه باندې زر پروژې بشپړې شوې دي.

د ده په وينا، د تېر کال په يادو پروژو کې د څه باندې ٢٦٠٠ ښوونځيو ډيزاين او سروې، د شاوخوا ۶۰۰ کوچنيو پروژو پلي کول، د دېرشو کوچنيو بندونو جوړول، د ۵۴ زره متره کارېزونو بيا رغول، د نږدې ۶۰۰ کيلومتره سړکونو، ۱۲۷۱ پلونو او پلچکونو جوړول او د اوبو رسولو له یادو پروژو ۸۳۰زره کسانو ګټه اخیستې ده او د دغه وزارت د تېر کال له لاسته راوړنو دي.

دی وايي، د کوچيانو د اقتصادي وضعيت د ښه والي په موخه هغوى ته د زرو شوراګانو جوړول، د څه باندې ۴۸ زره متره کارېزونو بيا رغول، د نږدې ۲۹زره متر ه کانالونو او د اولو لګولو د کوچنيو بندونو او د شاوخوا ۴۰زره متره استنادي دېوالونو جوړول د دغه وزارت د روان کال په پلان کې شامل دي.

د هغه په وينا، دغه وزارت به په روان  کال مې پر بېلابېلو پروژو څه باندې ١٨ ميليارده افغانۍ ولګوي او له دغو پروژو په ۹.۴ ميليونه کسان ګټه واخلي.

د کانونو او پټروليم وزارت

د دغه وزارت سرپرستې وزير نرګس نهان وويل، دغه وزارت تېر کال د استخراجي زېرمو ایستو لپاره د لارې نقشه جوړه کړې، د ۱۴ لويو او کوچنيو کانونو د تړونونو ستونزې يې حل کړې او د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره يې تګلارې جوړې کړې دي.

هغې د يادو تړونونو د ستونزو په اړه زياته کړه: "تېر کال د بلخاب د مسو کان، د بدخشان د سرو زرو، د زرکشان د سرو زرو او مسو او د شيدا د مسو د سترو کانونو د راايستو ستونزې حل شوې او د يادو کانونو تر څنګ د افغان تاجک د ګازو ايستو چارې روانې دي او له امله يې تېر کال ۷.۲ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي."

د هغې په خبره، دغه وزارت روان کال په پام کې لري چې د کانونو د را ايستو په موخه ۴۳ حقيقي او حکمي کسانو ته جوازونه ورکړي، ۱۴۷ کوچني او متوسط کانونه دواطلبۍ ته وړاندې او د هېواد په کچه ۱۵ هغه سيمې چې کاني زېرمې لري، سروې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.