ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلک: موقت یا سرپرست حکومت د اوسني نظام بدیل نه شي کېدای

د کندهار خلک: موقت یا سرپرست حکومت د اوسني نظام بدیل نه شي کېدای

author avatar
24 Apr 2019 - 18:51
د کندهار خلک: موقت یا سرپرست حکومت د اوسني نظام بدیل نه شي کېدای
author avatar
24 Apr 2019 - 18:51

کندهار (پژواک، ۴ غویی ۹۸): په کندهار کې د حکومت په مشرۍ د سولې د روانو مذاکراتو په ملاتړ غونډه وشوه او د ګډونوالو له خو په کې ټینګار وشو چې اوسنی نظام د خلکو په قربانیو او ډېر لګښت رامنځته شوی، موقت یا سرپرست حکومت یې بدیل نه شي کېدای.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارت له لوري نن په کندهار ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت وزیر محمد شفیق ګل اغا شېرزي، د کندهار والي حیات الله حیات، د ولسمشر یو شمېر سلاکارانو، مخورو، دیني عالمانو، ځوانانو او ښځو ګډون کړی و.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، حکومت په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره هر اړخیزې خو محتاطانه هڅې پيل کړې دي.

هغه زیاته کړه، په کابل، جدې، اندونیزیا، کعبې او نبوي جومات کې د نړۍ علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې چې د مخنیوي لپاره یې باید له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

د ده په خبره، د سولې په لړ کې ځینې کړۍ د موقت یا سرپرست حکومت خبرې کوي، خو اوسنی نظام د ډېرو خلکو په قربانیو او ډېر لګښت رامنځته شوی او بل هېڅ حکومت یې بدیل نه شي کېدای.

والي د سولې د هڅو په لړ کې د خلکو رول مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې د حکومت ملا وتړي څو باعزته سولې ته ورسېږو، نه دا چې د سولې په نوم یوه بله جګړه پر افغانانو تحمیل شي.

د قومونو قبایلو او سرحدونو چارو وزیر او د سولې او منازعاتو د حل کمېسیون مشر ګل اغا شېرزي هم وویل چې ځیني سیاسیون او کړۍ نه غواړي سوله راشي؛ ځکه هغوی خپلې ګټې په جګړه کې ویني.

ده یادونه وکړه چې ولسمشر غواړي د سولې خبرې له خلکو سره په مشوره مخې ته بوځي خو ځینې کړۍ یې مخالفت کوي او د موقت یا سرپرست حکومت شعارونه ورکوي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د غويي په نهمه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي او ولسمشر ته د سولې او ثبات اړوند غوره مشورې ورکړي.

غونډې ته د اړوند وزارت د جرګو معین محمد یعقوب احمدزي، د سولې ولایتي شورا مشر شېراحمد حقیار، د علماوو شورا رییس مولوي عبیدالله فیضاني او نورو هم ویناوې وکړې او ویې ویل چې په دې وروستیو کې سولې ته هیله مندي ډېره شوې او په دې برخه کې له شته فرصته باید پوره ګټه پورته کړل شي.

دغه ویناوالو د دې تر څنګ چې پر دایمي اوربند او باعزت سولې یې ټینګار وکړ، یادونه وکړه چې ځیني هېوادونه او په کور دننه جنګسالاران نه غواړي چې د سولې پیل شوې پروسه بریالۍ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.