فېروزکوه (پژواک، ۴ غویی ۹۸): د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دولتیار ولسوال محمد موسی کلیم د یادې چاودنې په تایید پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو موټر د ولسوالۍ له مرکز څخه پشته نور کلي ته روان و.
هغه زیاته کړه، په دغه چاودنه کې د پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي سرتېري په داسې حال کې له دوو اونیو راهیسې په دولیتار ولسوالۍ کې مېشت دي چې وسله والو طالبانو پرې ډله ییز بریدونه پیل کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن