د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: پکتيا کې روغتيايي خدمتونه نیمګړي او بې کیفيته دي

چارواکي: پکتيا کې روغتيايي خدمتونه نیمګړي او بې کیفيته دي

Apr 24, 2019 - 12:38

ګردېز (پژواک، ٤ غويی ٩٨): د پکتيا والي او نور چارواکي نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه خورا نیمګړي دي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د غويي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا روغتيايي مرکزونو ته د درملو او نورو اړوند توکو د رسولو مسووله انجيو "هېواد" د يادې چارې سرته رسولو توان نه لري او د حوزوي روغتون په ګډون د ولسواليو روغتیايي کلينيکونه کافي خدمتونه نه وړاندې کوي.

کټوازي وويل چې په دې اړه يې د وزارت او د هېواد له مرکزي او ولايتي مسوولينو سره خبرې کړې او که يادې ادارې خپل کارونه لازمې کچې ته پورته نه کړل، نو قرارداد به ترې واخيستل شي.

نوموړي وويل: ((کومه موسـسه چې په دغه ولايت کې کار کوي، زه يې له کارونو په مطلق ډول ناراضه يم او خدمات يې هېڅ د منلو نه دي.))

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړی ايوب غروال ادعا کوي چې هېواد انجيو د پکتيا د روغتيايي قرارداد له اخيستو راهيسې چې شاوخوا څلور مياشتې کېږي، ټولو روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو ته درمل او نور اړين توکي نه دي رسولي او که ځينو ته يې رسولي هم دي، خورا کم او د څو ورځو په جريان کې خلاص شوي دي.

غروال په دې چاره کې د عامې روغتيا وزارت پړ بولي چې په خبره يې په ورته مهمو قردادونو کې شخصي اړيکې پالي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((روغتيا وزارت د بعضې روابطو لپاره قراردادونه ټيټ ورکړي چې د دې په عوض چې خدمات معياري او لوړ شي، لا خراب شوي دي. په ولسواليو کې خدمات ډېر ټيټ او خراب دي.))

مدني فعال شريف منګل وايي چې په حوزوي روغتون کې ناروغانو ته درمل نه ورکول کېږي او د مسلکي ډاکټرانو د نه شتون له امله کابل ته د ناروغانو د لېږدولو او په رسمي وخت کې د ډاکترانو له خوا ناروغان خپلو شخصي معاينه خانو ته پر ور غوښتلو سربېره ګڼې نورې ستونزې هم شته دي.

منګل پژواک ته وويل: ((دا حوزوي روغتون دی، خو ډاکتران نشته، ناروغان او ناروغ لرونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي. بل دا چې دلته دوا نشته، که د چا سر خوږېږي هم.))

همدارنګه د پکتيا د حوزوي روغتون ډاکتران هم شکايت کوي د روغتون لپاره کافي درمل او نور توکي نه پېرل کېږي، له همدې امله ډېری وخت دوی هم له ستونزو سره مخ وي.

د دوی له ډلې ډاکتر عمر خطاب پژواک ته وویل: ((هېواد موسـسې دا قرارداد په ډېره کمه بودجه نيولی، ځيني وخت په شفاخانه کې سورنج بېخي نه پيدا کېږي، ځيني وخت دستکش او عادي خولۍ نه وي.))

خو د هېواد انجيو ولايتي مسوول ډاکتر فضل الرحمن منګل بيا وايي چې له قرارداد سره سم يې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

منګل وويل: ((کوم څه چې زموږ په قرارداد کې دي، هغه ټول مو ورته رسولي. که څوک غواړي را دې شي زه به هغه لېستونه ورکړم چې کلينيکونو او شفاخانو ته مو څومره دوا لېږلې او لا هم روانه ده.))

ډاکتر فضل الرحمن منګل نيوکه کوي چې په حوزوي روغتون کې د ډاکترانو د بې غورۍ له امله خورا زياتې ستونزې دي او ډاکتران له بېلابېلو لارو د دوی له خوا د اصولو د تطبيق مخه نيسي.

منګل وايي چې ډاکتران په رسمي وخت کې خپلو شخصي کلينيکونو ته ځي، ځيني يې لا هم په غير قانوني ډول د شپې له خوا په روغتون کې اوسېږي، ناروغانو ته سم خدمتونه نه وړاندې کوي او له همدې امله په دغه روغتون کې شته پرمختللي طبي وسايل له استعمال پرته پاتې دي.

په همدې اړه د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزى وايي چې د روغتيايي خدمتونو د ستونزو او نيمګړتياوو په اړه يې له اړوندو مسوولينو سره خبرې کړې چې په خبره يې ځينې ستونزې حل شوې او د نورو د حل ژمنه ورکړل شوې ده.

احمدزي د حوزوي روغتون په اړه وويل: ((په روغتون کې د ډاکترانو او ځينې نورې ستونزې وې، په ګډه کار کوو چې حل يې کړو، وسايل او امکانات کم نه دي، خو د استفادې لارې چارې يې بايد سمې شي.))

ياده دې وي، په حوزوي روغتون کې د ستونزو او په کې په غير قانوني ډول د لسګونه روغتيايي کارکوونکو د اوسېدو په اړه د پژواک له رپوټ او زياتو ناندريو وروسته د ولايت مقام له خوا د نهو ادارو يو ګډ کمېسيون وټاکل شو چې هغه ستونزه تر ډېره حل شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement