ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اجراييه رييس له فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې کمېټې له غړو سره ولیدل

اجراييه رييس له فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې کمېټې له غړو سره ولیدل

author avatar
25 Apr 2019 - 19:24
اجراييه رييس له فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې کمېټې له غړو سره ولیدل
author avatar
25 Apr 2019 - 19:24

کابل (پژواک ، ٥غويى ٩٨):  اجراييه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې له غړو سره ولیدل.

د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتره د غويي په ٥مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې په دې ناسته کې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې په ٢٠١٩ کال کې د خپلو فعالیتونو په اړه د هېواد اجرائیه رئیس ته مفصل ګزارش وړاندې کړ او MEC راتلونکیو فعالیتونو او پروژو په اړه یې بحث وکړ .

هغوی همدارنګه زیاته کړه، چې MEC د خپلو طرحو او په حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو کړنو ته ژمن دی او ټینګار کوي چې حکومت دې په دې برخه کې دوی ته لا زمینه برابره کړي .

د هېواد اجرايیه رييس د یادې ګډې کمېټې چارې اغېزمنې یاد کړې او د هغوی له هڅو څخه یې ستانه وکړه. اجراييه ريیس ډاډ ورکړ، چې د یادې کمېټې له هڅو ملاتړ کوي او د هغوی موندونو ته به جدي رسیدګي وشي.

  د يوبل خبر له مخې، دغه راز  عبدالله  نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د نورستان ولایت قومي مشرانو د منډول ولسوالۍ امنیتي وضعیت او د حکومتولۍ سیستم د فعالولو او د نورستان د امنیتي، روغتیايي او پوهنیزو ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه. هغوی دغه راز په منډول کې د ملي اردو د ځواکونو ځای پر ځای کېدو غوښتنه هم وکړه.

عبدالله زیاته کړه، چې د یاد ولایت امنیتي مسایل به د امنیت شورا په ناسته کې تربحث لاندې ونیسي.

اجرايیه د نورستان ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی په ستونزو به غور وکړي او اړونده ادارو ته به هدایت ورکړي تر څو د نورستان ولایت ستونزي حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.