ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختیا پنځه کلن پروګرام پیل شو

بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختیا پنځه کلن پروګرام پیل شو

author avatar
25 Apr 2019 - 15:49
بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختیا پنځه کلن پروګرام پیل شو
author avatar
25 Apr 2019 - 15:49

مزارشريف (پژواک، ۵ غويی ۹۸): بلخ ولايت کې د ښځو د اقتصادي پراختيا پنځه کلن پروګرام پيل شو چې په لومړي ګام کې به د دغه ولايت څلور ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي.

په همدې تړاو د غويي په پنځمه د بلخ ولايت مقام کې غونډه جوړه شوې وه چې د سيمه ييزو چارواکو تر څنګ د کليو او پراختيا وزارت مسوولينو هم په کې برخه اخيستې وه.

د کليو او پراختيا وزارت د کليوالي ښځو اقتصادي پراختيا برنامې اجرايي رييس رحمت الله قريشي د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک ته وويل چې په بلخ کې د کليوالي ښځو د اقتصادي پراختيا پروګرام رسماً پرانيستل شو.

هغه زياته کړه چې د ياد پروګرام اصلي موخه په کليوالي سيمو کې د ښځو د اقتصادي وضعيت ته پراختيا ورکول دي.

د قريشي په خبره، په ټول افغانستان کې ۷۶ ولسوالۍ د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې دي چې څلور ولسوالۍ يې په بلخ ولايت کې دي.

نهرشاهي، بلخ، چهارکنت او دهدادي هغه ولسوالۍ دي چې ياد پروګرام به په کې تطبيق شي.

د هغه په وينا، په شمال زون کې به شاوخوا ۶۰زره ښځې له دغه پروګرامه برخمنې شي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پروګرام به د پنځو کلونو لپاره د کليو پراختيا وزارت او يو شمېر موسسو له خوا تطبيقېږي.

د هغه په خبره، د ياد پروګرام په لړ کې به ۴۴۰ ميليونه افغانۍ د ښځو له کليوالي شوراګانو سره د هغوی د اقتصادي وضعيت د پراختيا لپاره په بلاعوضه توګه مرسته وشي.

قريشي وايي چې د دغه پروګرام له لارې به له مېرمنو سره د هغوی د لاسي صنايعو د توليد او بازارموندنې برخه کې ډېره مرسته کېږي.

د بلخ د ښځو چارو رييسه شهلا حديد پژواک ته وويل چې د ياد پروګرام په تطبيق سره به د کليوالي مېرمنو په اقتصادي وضعيت کې پام وړ مثبت بدلون راشي.

د هغې په خبره، که د مېرمنو اقتصادي وضعيت ښه لور ته ولاړ شي؛ نو ورسره به کورنۍ ستونزې او تاوتريخوالی هم کم شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.