ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې له شرط او قید پرته د اوربند غوښتنه وکړه

د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې له شرط او قید پرته د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
25 Apr 2019 - 18:34
د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې له شرط او قید پرته د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
25 Apr 2019 - 18:34

کابل(پژواک، ۵ غویی ۹۸): د بشري حقونو خپواک کمېسیون د هېوادوالو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او جګړې د پای ته رسېدو لپاره له قید او شرط پرته د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل، د سولې په بهیر کې دې ۳۰ سلنه ښځو ته ونډه ورکړل شي.

د بشري حقونو د کمېسیون رییسې سیما سمر نن «د سولې لپاره اوربند» په نوم په کابل کې د ښځو جوړې شوې ناستې ته وویل، د دولت او طالبانو په ګډون د جګړې له ټولو ښکېلو لوریو غواړو چې وسله وال بریدونه او جګړه بس کړي او په بېړني اوربند هوکړه وکړي.

هغه زیاته کړه: ((د افغانستان اوسېدونکي په تېرو څلورو لسیزو کې د افراطي ښي او چپي حکومتونو شاهدان وو چې په دې جګړو کې تر ټولو زیات رنج ښځو لیدلی دی.))

نوموړې، وژنې، اختطاف، انساني قاچاق او کورنۍ تاوتریخوالی د جګړې او نښتو لاملونه وبلل او په جګړې کې له ښکېلو لوریو یې وغوښتل چې اوربند وکړي او په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

سمر دې ته په اشاره چې د جګړې دوام کینه، د خلکو تر منځ فاصله او غچ اخیستنه زیاتوي وویل، اوربند په جګړه کې د ښکېلو لوریو تر منځ د بارو پیدا کېدو، ښې حکومتدارۍ، د قانون د حاکمیت او وژنو د مخنیوی لامل کېږي.

د بشري حقونو د کمېسیون رییسې زیاته کړه: ((هغه وسله وال مخالفین چې د جګړې د دوام پلوي دي، پوه دې شي چې وطن هېڅکله هغه کسان  نه بښي چې زامن یې ووژني او د تریاکو په کرلو یې روږدي کړي.))

هغې د وسله والو مخالفینو له میندو، ښځو او خویندو وغوښتل چې سړیو ته دې د وطن د بې ګناه زامنو د وژنې اجازه نه ورکوي.

نوموړې زياته کړه: ((موږ هېڅکله شاته نه ګرځو او په یوه غږ د افغانستان د ټولو اوسېدونکو په ځانګړې توګه ښځو د هغه حقونو او ازادیو غوښتنه کوو چې د هېواد په اساسي قانون کې ثابت شوي، سربېره پر دې نه غواړو چې د تېرو دوولسیزو هغه لاسته راوړنې چې د د قربانیو په ورکولو مو ترلاسه کړې له منځه لاړې شي او دغه مسایل باید له طالبانو سره د سولې خبرو پر مهال د اساسي کرښو په توګه په پام کې ونیول شي.))

له کابله ولسي جرګې ته مخکښې نوماندې شینکۍ کړوخېل یادې ناستې ته د خبرو پر مهال د حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د عملیاتو پر اعلان نیوکه وکړه او ویې ویل، افغانستان اوس جنګ سالار نه، بلکې معمار «رغوونکي» ته اړتیا لري.

کړوخېل زیاته کړه: ((موږ خالد او الفتح عملیات نه غواړو، ځکه په دواړو عملیاتو کې افغانان وژل کېږي او د افغانانو له وژلو سره مخالف یو.))

نوموړې وویل، زیاتره هېوادوال مو د نورې جګړې او وینې تویېدو زغم نه لري، باید ژر تر ژره اوربند وشي او بین الافغاني خبرې پیل کړو، څو افغانستان یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي.

د ناستې د ګډونوالو په خبرپاڼه کې راغلي، د سولې پروسه یو تل پاتې بهیر او ډېر وخت ته اړیتا لري، او اوربند دافغانستان د خلکو یوه بېړنۍ او جدي اړتیا ده، د اوربند په صورت کې په هېواد کې وینه تویېدل او وژنې پای ته رسېږي او تل پاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو زمینه برابرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.