ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار، پکتیا او کندهار معترضو نوماندانو په کابل کې د تحصن خېمه درولې

د ننګرهار، پکتیا او کندهار معترضو نوماندانو په کابل کې د تحصن خېمه درولې

author avatar
25 Apr 2019 - 15:12
د ننګرهار، پکتیا او کندهار معترضو نوماندانو په کابل کې د تحصن خېمه درولې
author avatar
25 Apr 2019 - 15:12

 

کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۸): د ولسي جرګې ځينو ناکامو نوماندانو په کابل کې د تحصن خېمې پر درولو ټاکنیزو درغلیو ته د رسېدو غوښتنه کړې ده.

یاد نوماندان چې له ننګرهار، پکتیکا او کندهار ولایتونو یې لومړي لېست ته لار پیدا کړې وه خو له وروستي لېست څخه لرې شوي، نن د کابل ښار په زنبق څلورلاره کې د تحصن خېمه ودروله او د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندهار او هندوانو حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو د حوزې په ګډون یې د کابل، میدان وردګو، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان کړې.

د ننګرهار ولایت معترضې نوماندې ډېوې نیازۍ چې په لومړي لېست کې بریالۍ شوې وه او له کوم دلیل پرته يې نوم له وروستي نوملړه لرې شوی او پر ځای یې یوه بله ښځه چې له نوموړې یې کمې رایې اخیستې، ولسي جرګې ته بریالۍ شوې ده.

هغې له جزئیاتو پرته ادعا وکړه: ((انیسې عمراني د ۲۷۰زره امریکايي ډالرو په ورکولو وروستي لېست ته لار موندلې، ما په دې اړه لویې څارنوالۍ او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته شکایت ثبت کړی خو تر اوسه یې ورته جدي توجه نه ده کړې.))

هغه وايي، که د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، خپلو اعتراضونو او مبارزې ته به دوام ورکړي.

له پکتیکا ولایته ولسي جرګې ته نوماندې هیلې مجتبی چې لومړني لېست ته یې لار موندلې وه، خو له وروستي لېست یې نوم لرې شوی، هم ټاکنیز کمېسیونونه پر رشوت اخیستو تورنوي او وايي: ((که پیسې مو ورکړې وای اوس به بریالي وای، کافي اسناد او شواهد لرو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولانو د پیسې غوښتنه کړې ده.))

هغې په دې اړه چې د ټاکنو کمېسیون کوم کمېسیون د پیسو غوښتنه کړې، څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، ټول اسناد او شواهد یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

د کندهار ولایت بله معترضه نومانده ارزو صافۍ چې نوم یې له وروستي نوملړه لرې شوی ادعا کوي چې د کندهار ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس ترې د بریالیتوب لپاره سل زره امریکايي ډالره غوښتي دي.

صافۍ وايي، په دې اړه ویډیويي او انځوریز کلېپ لري او له عدلي او قضايي ارګانونو سره یې شریک کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.