کابل(پژواک،۵ غویی۹۸): د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامیچي یاماموتو په دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له رئیس ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د طالبانو د ویاند ذبېح الله مجاهد لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي، د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) رییس تدامیچي یاماموتو د طالبانو د مرستیال او په قطر کې ددغه ډلې د سیاسي دفتر له رییس ملا عبدالغني برادر اخند سره په دې لیدنه کې د سولې خبرو د روان بهیر، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري مرستیو په اړه تفصیلي خبر کېړې دي. د یادې لیدنې په جریان کې د طالبانو مرستیال او په قطر کې د یادې ډلې د سیاسي دفتر رییس ملابرادر د ملګرو ملتونو د سازمان مشر او ورسره مل پلاوی هڅولي چې د پورته یادو شوو موضوعاتو په تړاو په بې پرې توګه خپل مسوولیت ترسره کړي.
د خبرپاڼې په حواله، تدامیچي یاماموتو له طالبانو مننه کړې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په شمېر کې یې د پام وړ کمی راغلی او د طالبانو له سیاسي دفتر سره یې د تل پاتې اړیکو د ساتلو ژمنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې د طالبانو له مرستیال او په قطر کې ددې ډلې له رییس ملا عبدالغني برادر سره کتلي چې ټاکل شوې وه یوه اوونۍ مخکې په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاستمدارانو، سیاسي او جهادي مشرانو تر منځ بین الافغاني ناسته ترسره شي خو د ځينو لاملونو له امله لغوه شوه.
د یادې ناستې د لغوه کېدو په تړاو د امریکا، ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو اونیو به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو تر منځ بین الافغاني غونډه جوړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن