کابل(پژواک،۵ غویی۹۸): د ملي امنیت مشارو وايي، د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو موخه د سولې په خبرو کې د خلکو ګډون دی او خلک باید په دې برخه کې خپل رول ثابت کړي.
د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتي دفتر لخوا پژاک خبري آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت مشاور ډاکتر حمدالله محب تېر ماښام د خروټي قوم له ځينو قومي مخورو، مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
سرچینه لیکي، په دې لیدنه کې د خروټي قوم مشرانو خپلې ستونزې د ملي امنیت له مشاور سره شریکې کړې.
دغه راز یادو کسانو د حکومت له پالیسیو او پروګرامونو، په ځانګړې توګه د سولې د مشورتي لویې جرګې له ترسره کېدو او د هېواد له امنیتي او دفاعي سرتېرو څخه ملاتړ اعلان کړ او د خروټي قوم ځوانانو ته یې د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړه.
خروټي قوم د باعزته سولې د تامین په برخه کې د ملي امنیت د مشارو له دریځه ملاتړ وکړ او ویې ویل، ددغه قوم ځوانانو او مشرانو تل د هېواد له نظام او زړورو ځواکونو ملاتړ کړی او په راتلونکي کې به هم ترې ملاتړ کوي.
محب وویل، د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو موخه د سولې په بهیر کې د خلکو ګډون او موجودیت دی او خلک باید په دغه بهیر کې خپل رول ثابت کړي.
هغه زیاته کړه: ((موږ د باعزته سولې غوښتونکي یو، داسې سوله چې اړوند ټول هېوادونه یې ضمانت وکړي او پرېنږدي چې د افغانستان خلک یو ځل بیا شا ته لاړ شي.))
د ملي امنیت مشاور روښانه کړه چې د دغه هېواد اصلي مالکان د افغانستان خلک دي او خلک د قوي پایو په څېر د هېواده ساتنه کوي، ځکه زموږ ابرو او عزت د یوه قوي او ولسي نظام موجودیت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن