جلال اباد (پژواک ۵ غویی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ناڅرګنده وسله والو د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال په ډزو ټپي کړی دی.
د معلوماتو له مخې د مزل راډيو خبريال عمران لمر نن تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې ټپي شوی چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند سراج العمارت بڼ کې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د مزل په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال عمران لمر د تومانچې په ډزو سخت ټپي شوی دی.
دی وايي، په جلال اباد حوزوي روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د ولايتي ادارې په هڅو پلازمېنې کابل کې يو مجهز روغتون ته د درملنې په موخه وليږدول شو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يادې قضيې اړوند لومړني معلومات له خپريدو پرته له مسوولو کسانو سره شريک شوي دي، چې د قضيې له بشپړيدو وروسته به خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن