ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: په پکتیا کې به سږ کال څو لویې پروژې پلې شي

والي: په پکتیا کې به سږ کال څو لویې پروژې پلې شي

author avatar
25 Apr 2019 - 16:45
والي: په پکتیا کې به سږ کال څو لویې پروژې پلې شي
author avatar
25 Apr 2019 - 16:45

ګردېز (پژواک، ٥ غويی ٩٨): د پکتيا والي وايي چې سږ کال به په پکتيا کې څو لويې پروژې پلې شي چې د ځينو يې کارونه پيل شوي او ځينې نورې يې د پيلېدو په حال کې دي.

کټوازي دا خبرې د قومي مشرانو، مېرمنو او ځوانانو په ګډون د پکتيا لسګونه اوسېدونکو ته د تېر يوه کال د کړنو د حساب او معلوماتو ورکولو په غونډه کې وکړې.

نوموړي وويل چې روغتيايي خدمتونه له پخوا زيات شوي، ګڼو ښوونځيو، د پوهنتون ځينو شعبو او ځينو دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوې، د اوبو رسونې د شبکې کار پيل شوی او د ځينو دولتي ادارو تشکيل زيات شوی دی.

شميم خان کټوازی وايي چې د ګردېز ښاري ماسټر پلان بشپړ او د پلې کېدو لومړنۍ چارې يې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په ۱۳۹۷ کې موږ د ښار د ماسټر پلان ځيني پلانونه بشپړ کړل او د هغه د عملي کېدو لپاره لومړی ځل کارونه شروع شول چې تاسې يې د يوه سړک شاهدان يئ او د نورو برخو چې اوس شروع کېږي، د هغو به هم شاهدان و اوسئ.))

د غونډې ګډونوالو له والي د پوښتنو په ترڅ کې بيا د محسوسو او لويو کارونو د نه کېدو له امله نيوکه وکړه او ويې ويل چې د ګڼو ژمنو سربېره لا هم په دغه ولايت کې لوی کارونه نه دي ترسره شوي.

د دوی له ډلې د ګردېز اوسېدونکي حاجي رحيم په ښار کې د بېلابېلو ادارو له خوا د لويو لارو بندولو  او په ښار او بلند منزلو ښارګوټي کې لا هم د برېښنا پر نه شتون نيوکه وکړه او ويې ويل چې په پکتيا کې د معارف کيفيت تر بل هر وخت په خراب حالت کې دی.

رحيم وويل: ((په ښار کې له لويو لارو بايد موانع لرې شي؛ ځکه چې خلک ډېر ورسره په تکليف دي او د ښار د پرمختګ مخه يې نيولې. د معارف په اړه ستاسو ډېره توجه او کارونه د کميت له لحاظه دي، بايد کيفيت ته هم پام وشي، زموږ زياتره فارغان نيمايي بې سواده دي.))

مدني فعال احمدالله احمدي په ګمرک کې فساد ياد کړ او ويې ويل چې لا هم د بېلابېلو کړيو او ادارو له خوا له ګمرکي محصول پرته تور موټر تېرېږي.

احمدي د ګردېز او ځينو ولسواليو خراب امنيتي وضعيت اندېښمنوونکی وباله او ويې ويل چې په پکتيا کې د ترسره کېدونکو رغنيزو پروژو کيفيت خورا ټيټ دی.

دی وايي: ((پکتيا کې ګمرک يوه لويه عايداتي سرچينه ده، خو د ادارو په خوښه، مثلاً د ولايتي او امنيتي ادارو په خوښه تور موټر له ګمرک څخه تېرېږي، د دې د مخنيوي په اړه تاسو څه کړي؟ تاسو چې پکتيا ته راغلئ، نو په لومړيو کې مو ژمنه وکړه چې که زما په شتون کې يوه پوسته هم سقوط شوه، زه پکتيا پرېږدم، تېر کال په پکتيا کې يوولس پوستې سقوط شوې.))

د پکتيا والي د خلکو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وويل چې د ښار ځيني داخلي سړکونه د امنيتي ملحوظاتو پر اساس تړل شوي او هڅه کوي چې ځيني يې بېرته پرانيزي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.