لښکرګاه (پژواک، ٥ غويی ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢سوه کيلوګرامه نشه يي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه مرکز راکټي بريد کړی دی.
سرچينه وايي چې په دغه بريد کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: ((دغه مرکز د ماين جوړولو او ځانمرګو بريدګرو د روزنې و چې تر تثبيتېدو وروسته بريد پرې وشو.))
دغه راز د ملي امنيت له لوري پژواک ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو او نشه يي توکو پر يوې زېرمې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه وايي چې له يادې زېرمې ١٢ سوه کيلوګرامه نشه يي توکي، پنځه عرادې موټر او يوه اندازه وسلې ترلاسه شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، ياد توکي په سيمه کې د ملي امنيت د تخنيکي ډلې له خوا له منځه وړل شوي دي.
د يادو خبرپاڼو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن