کابل (پژواک ، ٥غويى ٩٨): اجراييه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې له غړو سره ولیدل.
د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتره د غويي په ٥مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې په دې ناسته کې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې په ٢٠١٩ کال کې د خپلو فعالیتونو په اړه د هېواد اجرائیه رئیس ته مفصل ګزارش وړاندې کړ او MEC راتلونکیو فعالیتونو او پروژو په اړه یې بحث وکړ .
هغوی همدارنګه زیاته کړه، چې MEC د خپلو طرحو او په حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو کړنو ته ژمن دی او ټینګار کوي چې حکومت دې په دې برخه کې دوی ته لا زمینه برابره کړي .
د هېواد اجرايیه رييس د یادې ګډې کمېټې چارې اغېزمنې یاد کړې او د هغوی له هڅو څخه یې ستانه وکړه. اجراييه ريیس ډاډ ورکړ، چې د یادې کمېټې له هڅو ملاتړ کوي او د هغوی موندونو ته به جدي رسیدګي وشي.
د يوبل خبر له مخې، دغه راز عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د نورستان ولایت قومي مشرانو د منډول ولسوالۍ امنیتي وضعیت او د حکومتولۍ سیستم د فعالولو او د نورستان د امنیتي، روغتیايي او پوهنیزو ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه. هغوی دغه راز په منډول کې د ملي اردو د ځواکونو ځای پر ځای کېدو غوښتنه هم وکړه.
عبدالله زیاته کړه، چې د یاد ولایت امنیتي مسایل به د امنیت شورا په ناسته کې تربحث لاندې ونیسي.
اجرايیه د نورستان ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی په ستونزو به غور وکړي او اړونده ادارو ته به هدایت ورکړي تر څو د نورستان ولایت ستونزي حل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن