د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختیا پنځه کلن پروګرام پیل شو

بلخ کې د ښځو د اقتصادي پراختیا پنځه کلن پروګرام پیل شو

Apr 25, 2019 - 15:49

مزارشريف (پژواک، ۵ غويی ۹۸): بلخ ولايت کې د ښځو د اقتصادي پراختيا پنځه کلن پروګرام پيل شو چې په لومړي ګام کې به د دغه ولايت څلور ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي.

په همدې تړاو د غويي په پنځمه د بلخ ولايت مقام کې غونډه جوړه شوې وه چې د سيمه ييزو چارواکو تر څنګ د کليو او پراختيا وزارت مسوولينو هم په کې برخه اخيستې وه.

د کليو او پراختيا وزارت د کليوالي ښځو اقتصادي پراختيا برنامې اجرايي رييس رحمت الله قريشي د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک ته وويل چې په بلخ کې د کليوالي ښځو د اقتصادي پراختيا پروګرام رسماً پرانيستل شو.

هغه زياته کړه چې د ياد پروګرام اصلي موخه په کليوالي سيمو کې د ښځو د اقتصادي وضعيت ته پراختيا ورکول دي.

د قريشي په خبره، په ټول افغانستان کې ۷۶ ولسوالۍ د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې دي چې څلور ولسوالۍ يې په بلخ ولايت کې دي.

نهرشاهي، بلخ، چهارکنت او دهدادي هغه ولسوالۍ دي چې ياد پروګرام به په کې تطبيق شي.

د هغه په وينا، په شمال زون کې به شاوخوا ۶۰زره ښځې له دغه پروګرامه برخمنې شي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پروګرام به د پنځو کلونو لپاره د کليو پراختيا وزارت او يو شمېر موسسو له خوا تطبيقېږي.

د هغه په خبره، د ياد پروګرام په لړ کې به ۴۴۰ ميليونه افغانۍ د ښځو له کليوالي شوراګانو سره د هغوی د اقتصادي وضعيت د پراختيا لپاره په بلاعوضه توګه مرسته وشي.

قريشي وايي چې د دغه پروګرام له لارې به له مېرمنو سره د هغوی د لاسي صنايعو د توليد او بازارموندنې برخه کې ډېره مرسته کېږي.

د بلخ د ښځو چارو رييسه شهلا حديد پژواک ته وويل چې د ياد پروګرام په تطبيق سره به د کليوالي مېرمنو په اقتصادي وضعيت کې پام وړ مثبت بدلون راشي.

د هغې په خبره، که د مېرمنو اقتصادي وضعيت ښه لور ته ولاړ شي؛ نو ورسره به کورنۍ ستونزې او تاوتريخوالی هم کم شي.

هغې غوښتنه وکړه چې د ياد پروګرام په لړ کې د مېرمنو د پر ځان بسیاینې لپاره پر پلې کېدونکو پروژو بايد جدي څارنه وشي.

په ورته وخت کې د بلخ د اقتصاد رييس جنت ګل شرافت وايي چې په بلخ ولايت کې بېکاري يوه جدي ستونزه ده.

د هغه په خبره، کار ته چمتو طبقه چې له بېکارۍ ډېره ځورېږي؛ هغه ښځې دي.

شرافت په بلخ کې د کليوالي ښځو د اقتصادي پراختيا پروګرام پيلول ګټور بولي او زياتوي چې دغه چاره به د مېرمنو د اقتصاد په وده کې ډېره مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement