ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رایې ورکولو په پاڼه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ځایونه مشخص شول

د رایې ورکولو په پاڼه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ځایونه مشخص شول

author avatar
25 Apr 2019 - 19:39
د رایې ورکولو په پاڼه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ځایونه مشخص شول
author avatar
25 Apr 2019 - 19:39

کابل(پژواک، ۵ غویی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو وروستی لېست اعلان او د رایې ورکولو په پاڼه کې یې د ۱۸ نوماندانو ځای مشخص کړ.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبېح الله سادات وویل، نن له ماسپښین وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو، سیاسي ګوندونو، د ټاکنو د څاربنسټونو او مدني فعالانو په موجودیت کې د رایې ورکولو په پاڼه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د ځای د مشخصولو لپاره د پچه اچونې مراسم ترسره شول.

نوموړي زیاته کړه، د دغه پچه اچونې پر اساس، رحمت الله نبیل، سید نورالله جلیلي، ډاکتر فرامرز تمنا، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، نورالرحمن لېوال، محمد شهاب حکیمي، محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، محمد حکیم تورسن، ګلبدین حکمتیار، لطیف پدرام، نورالحق علومي، محمد ابراهیم الکوزي، غلام فاروق نجرابي، عنایت الله حفیظ، محمد حنیف اتمر او زلمي خلیلزاد په ترتیب له لومړي څخه تر ۱۸ نوماند پورې ځای نیولی دی.

راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې به د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي، که د ولسمشرۍ ټاکنو هېڅ نوماند پنځوس جمعه یو سلنه رایې ترلاسه نکړي نو په دغه صورت کې به دوه مخکښ نوماندان په دوره کې سیالي وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.