د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د سولې پر وړاندې پراته خنډونه دې له منځه یووړل شي"

"د سولې پر وړاندې پراته خنډونه دې له منځه یووړل شي"

Apr 25, 2019 - 17:11

کندهار (پژواک، ۵ غویی ۹۸): د لوی کندهار او ختیځو ولایتونو زرګونو اوسېدونکو په کندهار کې د سولې د ملاتړ په یوه پراخه غونډه کې ګډون وکړ او پر ښکېلو خواوو یې په یوه غږ د جګړې درولو غږ وکړ.

د دې ترڅنګ په یاده غونډه کې د سولې په پروسه کې د قومي جرګو پر رول ټینګار وشو او له نړیوالې ټولنې د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو غوښتنه وشوه.

دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د کندهار، اروزګان، زابل او هلمند او یو شمېر ختیځو ولایتونو د مخورو او چارواکو تر څنګ په کې سلګونو خلکو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د کندهار ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال غونډې ته په خپله وینا کې وویل: ((په هره بیه چې وي، موږ سوله غواړو.))

هغه زیاته کړه، افغانستان ته هغه کسان سوله نه شي راوستلی چې دنده دلته ترسره کوي او کورنۍ یې په بهر کې وي.

د زابل ولایتي شورا مشر حاجي عطا جان حقبیان د هېواد پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې ولس نور سوله غواړي او په دې برخه کې خنډونه جوړول د منلو نه دي.

د ده په خبره، کوم څوک چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. د تاریخ په اوږدو کې به د افغانانو په منځ کې ځای ونه لري.

د کونړ ولایتي شورا رییس محمد جان صافي وویل: ((موږ له ولسمشره غوښتنه کوو چې د سولې لپاره منځ ته راغلی فرصت دې له لاسه نه ورکوي او شته خنډونه دې له منځه یوسي.))

د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي بیا د سولې په پروسه کې د قومونو او جرګو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل په تېر کې د سولې د خبرو لپاره داسې مشران پر دندو ګومارل شوي وو چې د جګړې طرف وو.

ده له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې دې مرسته وکړي.

د کندهار ولایتي شورا یوه غړي حاجي فدا محمد خان بیا د سولې د هڅو په لړ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران د موقت حکومت جوړولو څرګندونې وغندلې.

هغه دا هم وویل چې که خدای مه کړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په خبرو کې ناکام شو نو ولس باید په خپله لاس په کار شي او د روانې اوږدې جګړې د ختمولو لپاره دې پاڅون وکړي.

د کندهار یوه مخور مسعود اخندزاده وویل، که په هېواد کې د دوستم، خلیلي، محقق او نورو په څېر جنګسالاران او جنګي مجرمان اوسېدای شي نو طالب مشران هم اوسېدای شي.

قومي مشر څارنوال محمد عیسی وویل، د سولې په پروسه کې د دواړو خواوو له خوا د سرو کرښو معلومول د سولې پر وړاندې د خنډ په معنا دي.

هغه زیاته کړه، د دې پر ځای چې د سولې خبرو ته لار هواره شي د دواړ لورو له خوا منفي تبلیغات کېږي چې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي.

په غونډه کې ګڼو نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او په هېواد کې یې د اوربند او سولې غوښتنه کوله.

د غونډې په پای کې یو یوولس ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر شو چې په کې لومړی د اوربند او بیا سولې غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې د جګړې د دواړو غاړو له خوا دې د منفي تبلیغاتو مخنیوی وشي، د یوې عمومي بخښنې له لارې دې بندیان خوشې شي، د تېرو کلونو لاسته راوړنې دې وساتل شي، بین الافغاني خبرو ته دې زمینه برابره شي او د سولې په پروسه کې دې د کندهار مشرانو ته رول ورکړل شي.

د یادونې ده، تېره ورځ د ګل اغا شېرزې په کور کې هم د سولې د روانې پروسې په تړاو غونډه جوړه شوې وه چې په کې د اوربند او سولې غوښتنه وشوه.

دغه راز د غويي په ۹مه له ټول هېواده د ۲۵۰۰ وګړو په ګډون د سولې مشورتي جرګه جوړېږي څو حکومت ته د سولې اړوند مشورې ورکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement