ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې پر وړاندې پراته خنډونه دې له منځه یووړل شي”

“د سولې پر وړاندې پراته خنډونه دې له منځه یووړل شي”

author avatar
25 Apr 2019 - 17:11
“د سولې پر وړاندې پراته خنډونه دې له منځه یووړل شي”
author avatar
25 Apr 2019 - 17:11

کندهار (پژواک، ۵ غویی ۹۸): د لوی کندهار او ختیځو ولایتونو زرګونو اوسېدونکو په کندهار کې د سولې د ملاتړ په یوه پراخه غونډه کې ګډون وکړ او پر ښکېلو خواوو یې په یوه غږ د جګړې درولو غږ وکړ.

د دې ترڅنګ په یاده غونډه کې د سولې په پروسه کې د قومي جرګو پر رول ټینګار وشو او له نړیوالې ټولنې د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو غوښتنه وشوه.

دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د کندهار، اروزګان، زابل او هلمند او یو شمېر ختیځو ولایتونو د مخورو او چارواکو تر څنګ په کې سلګونو خلکو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د کندهار ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال غونډې ته په خپله وینا کې وویل: ((په هره بیه چې وي، موږ سوله غواړو.))

هغه زیاته کړه، افغانستان ته هغه کسان سوله نه شي راوستلی چې دنده دلته ترسره کوي او کورنۍ یې په بهر کې وي.

د زابل ولایتي شورا مشر حاجي عطا جان حقبیان د هېواد پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې ولس نور سوله غواړي او په دې برخه کې خنډونه جوړول د منلو نه دي.

د ده په خبره، کوم څوک چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. د تاریخ په اوږدو کې به د افغانانو په منځ کې ځای ونه لري.

د کونړ ولایتي شورا رییس محمد جان صافي وویل: ((موږ له ولسمشره غوښتنه کوو چې د سولې لپاره منځ ته راغلی فرصت دې له لاسه نه ورکوي او شته خنډونه دې له منځه یوسي.))

د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي بیا د سولې په پروسه کې د قومونو او جرګو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل په تېر کې د سولې د خبرو لپاره داسې مشران پر دندو ګومارل شوي وو چې د جګړې طرف وو.

ده له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې دې مرسته وکړي.

د کندهار ولایتي شورا یوه غړي حاجي فدا محمد خان بیا د سولې د هڅو په لړ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران د موقت حکومت جوړولو څرګندونې وغندلې.

هغه دا هم وویل چې که خدای مه کړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په خبرو کې ناکام شو نو ولس باید په خپله لاس په کار شي او د روانې اوږدې جګړې د ختمولو لپاره دې پاڅون وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.