ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې په مذاکراتو کې بايد د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې را نه شي”

“د سولې په مذاکراتو کې بايد د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې را نه شي”

author avatar
25 Apr 2019 - 14:49
“د سولې په مذاکراتو کې بايد د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې را نه شي”
author avatar
25 Apr 2019 - 14:49

جلال اباد (پژواک، ٥ غويی ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د سولې په روانه پروسه کې د افغانستان پر خپلواکۍ ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې هېڅ افغان به پر خپلواکۍ معامله کېدونکې سوله ونه مني.

د ختيځ کادري مدني بهير غړو دا څرګندونې د غويي په ۵مه په جلال اباد ښار کې د دې ټولنې د پرانيستې په غونډه کې وکړې.

د ټولنې مسوولين وايي، موخه يې د ختيځو څلورو ولايتونو د خلکو له حقونو دفاع، پوهنې، امنيت، بيارغونې او فساد مخنيوي برخه کې همکاري ده.

د دې ټولنې مشر عبدالودود افغان وويل، ختيځ ولايتونه تل د حکومت پلوي پاتې شوي، تل يې د حکومت لپاره قرباني ورکړې خو حکومت ورسره تل د مور- ميرې چلند کړی دی.

دی وايي، تېرو څلورو کلونو کې دلته هېڅ بنسټيزه پروژه نه ده پلې شوې، ځوانان يې وزګاره دي، په ولسواليو کې له زده کړو او دغه راز ګڼ ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله له لوړو زده کړو بې برخې دي.

نوموړي وويل، په همدې موخه دغه بنسټ رامنځته شو چې د مدني حرکتونو له لارې خپل حق وغواړي او خپلو خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي.

افغان د سولې په اړه د روانو هڅو او خبرو اترو ته په اشارې سره وويل، هره غونډه او هره سوله چې کېږي بايد د افغانستان استقلاليت او خپلواکي په کې زيانمنه نه شي.

د غونډې ګډونوالو هم د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ خو د هيواد په ملي ګټو هر راز معامله يې خلکو ته د نه منلو وړ وبلله.

د دوی له ډلې مدني فعال محمد انور سلطاني وايي، غونډه د قطر وي او که د کابل خو بايد د افغانستان استقلاليت او ملي ګټې په کې خوندي شي.

دغه راز يوه بل مدني فعال اسدالله لاروي غوښتنه وکړه چې طالبان او افغان حکومت دواړه بايد د سولې بين الافغاني مذاکراتو ته لار پرانيزي.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سولې د روانو مذاکراتو پر ملاتړ غونډې جوړېږي چې د ډېرو ګډونوالو غوښتنه يې د سولې لپاره د بين الافغاني مذاکراتو پيل، د دواړو لورو اوربند او د ملي ګټو خونديتوب دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.