د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار، پکتیا او کندهار معترضو نوماندانو په کابل کې د تحصن خېمه درولې

د ننګرهار، پکتیا او کندهار معترضو نوماندانو په کابل کې د تحصن خېمه درولې

Apr 25, 2019 - 15:12

 

کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۸): د ولسي جرګې ځينو ناکامو نوماندانو په کابل کې د تحصن خېمې پر درولو ټاکنیزو درغلیو ته د رسېدو غوښتنه کړې ده.

یاد نوماندان چې له ننګرهار، پکتیکا او کندهار ولایتونو یې لومړي لېست ته لار پیدا کړې وه خو له وروستي لېست څخه لرې شوي، نن د کابل ښار په زنبق څلورلاره کې د تحصن خېمه ودروله او د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندهار او هندوانو حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو د حوزې په ګډون یې د کابل، میدان وردګو، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان کړې.

د ننګرهار ولایت معترضې نوماندې ډېوې نیازۍ چې په لومړي لېست کې بریالۍ شوې وه او له کوم دلیل پرته يې نوم له وروستي نوملړه لرې شوی او پر ځای یې یوه بله ښځه چې له نوموړې یې کمې رایې اخیستې، ولسي جرګې ته بریالۍ شوې ده.

هغې له جزئیاتو پرته ادعا وکړه: ((انیسې عمراني د ۲۷۰زره امریکايي ډالرو په ورکولو وروستي لېست ته لار موندلې، ما په دې اړه لویې څارنوالۍ او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته شکایت ثبت کړی خو تر اوسه یې ورته جدي توجه نه ده کړې.))

هغه وايي، که د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، خپلو اعتراضونو او مبارزې ته به دوام ورکړي.

له پکتیکا ولایته ولسي جرګې ته نوماندې هیلې مجتبی چې لومړني لېست ته یې لار موندلې وه، خو له وروستي لېست یې نوم لرې شوی، هم ټاکنیز کمېسیونونه پر رشوت اخیستو تورنوي او وايي: ((که پیسې مو ورکړې وای اوس به بریالي وای، کافي اسناد او شواهد لرو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولانو د پیسې غوښتنه کړې ده.))

هغې په دې اړه چې د ټاکنو کمېسیون کوم کمېسیون د پیسو غوښتنه کړې، څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، ټول اسناد او شواهد یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

د کندهار ولایت بله معترضه نومانده ارزو صافۍ چې نوم یې له وروستي نوملړه لرې شوی ادعا کوي چې د کندهار ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس ترې د بریالیتوب لپاره سل زره امریکايي ډالره غوښتي دي.

صافۍ وايي، په دې اړه ویډیويي او انځوریز کلېپ لري او له عدلي او قضايي ارګانونو سره یې شریک کړی دی.

هغې زیاته کړه: ((که زموږ شکایتونو او عدالت غوښتې ته توجه ونه شي زه خپله د ولسمشرۍ ریاست مخې ته ځان سوځوم.))

یادې معترضې نوماندې د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((زیاتره کسان چې وروستي لېست ته یې لار موندلې د خلکو رایه نه لري، بلکې د پیسو په بدل کې بریالي شوي دي.))

معترضینو د پرېکړه لیک په خپرولو له وروستي لېسته د دوی د لرې کېدو د سپیناوي تر څنګ د ټاکنو د څار له داخلي او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د عدالت غوښتنې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او له وروستي لېسته د دوی د بې مورده لرې کېدو موضوع ته دې جدي توجه وکړي.

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي: ((له حکومته زموږ واضح او اصلي غوښتنه د ځانګړې محکمې جوړېدل دي، څو له وروستي نوملړه زموږ د لرې کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنه وکړي او د خلکو معامله شوې رایې بېرته خپلو څښتنانو ته وسپاري.))

سرچینې لیکلي، د ټاکنو او خلکو د ارادې برمته کول د ولسواکۍ بهیر او پر ټاکنو د خلکو باور ته ستره ضربه رسوي او ټاکنیزو کمېسیونونه باید ژر تر ژره د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

معترضو نوماندانو زیاته کړه، د ټولو ولایتونو د وروستیو پایلو تر اعلان مخکې د ملي شورا پرانیستل د دوی او ملت لپاره د منلو وړ نه ده او د هغه پرانیستل به هېڅ لاسته راوړنه ونه لري.

یاد شمېر نوماندانو له حکومته وغوښتل چې د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د وروستیو پایلو تر اعلان پورې دې د ملي شورا پرانسیته و ځنډوي.

په ورته وخت کې د ځینو حکومتي چارواکو په خبره، ټاکل شوې چې سبا جمعه به ملي شورا په داسې حال کې پرانیستل شي چې تر اوسه د کابل، کندز، بغلان، پکتیکا او کوچیانو حوزې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement