ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا او اروزګان خلک: د جګړې ښکېلې خواوې دې اوربند وکړي

د پکتیا او اروزګان خلک: د جګړې ښکېلې خواوې دې اوربند وکړي

author avatar
25 Apr 2019 - 15:15
د پکتیا او اروزګان خلک: د جګړې ښکېلې خواوې دې اوربند وکړي
author avatar
25 Apr 2019 - 15:15

ګردېز- ترينکوټ (پژاوک، ٥ غويی ٩٨): په ګردېز او ترينکوټ کې لسګونه مېرمنو، ځوانانو او ديني عالمانو د جګړې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د اوربند په جريان کې دې بيا د سولې خبرې اترې هم ترسره شي.

دوی د افغان ښځو شبکې د سوېل ختيځ زون دفتر له خوا په یاده جوړه شوې غونډه کې ټينګار وکړ چې اوربند د خبرو لپاره د باور لا ښه فضا برابروي او د ښه نيت په ښودلو مخامخ خبرو ته لار هوارېږي.

د يادې شبکې د سيمه ييز دفتر مشرې زرغونې همت وويل چې د سولې خبرو د واقعي پيل لپاره دې جګړه بنده شي او د اوربند د ټينګېدو لپاره دې قوي ضمانت وشي.

همت وايي: ((اوربند يو بېړنی، فوري او د افغانستان د خلکو اشد ضرورت دی، د اوربند په ټينګېدو وينه بهېدل او د بشر وژنې مخه نيول کېږي او په هېواد کې عادلانه او تلپاتې سولې ته لار هوارېږي.))

دغه راز ديني عالم مولوي احمدشاه فضلي وويل چې د سولې خبرو د ښه مخې ته تګ لپاره بايد حکومت او وسله وال طالبان د واک غوښتلو له غريضې تېر شي او د سولې ټينګېدو په لاره کې دې واقعي عمل وکړي.

فضلي وويل کله چې د مسلمانانو دوه ډلې په خپلو منځو کې په جګړه کې ښکېلې شي، نو ټولو ته لازمه ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل رسالت ادا کړي او که کومه خوا سولې ته نه حاضرېده، نو د ټولو له خوا دې تر هغه وځپل شي چې له جګړې لاس واخلي.

نوموړی وايي: ((که نر وي که ښځه، که د شرق وي او که د غرب، که عامي وي او که عالم، خو چې د توحيد کلمه وايي او هر ځای د مسلمانانو ترمنځ شخړه وي، دی زړه ورته ونه خوري او د خپل توان په اندازه د دغه اور مړ کولو کوشـش ونه کړي، نو دا کس د دې کريمه ايت نه باغي او سرکش دی چې د مسلمانانو ترمنځ سوله وکړئ او سولې ته يې حاضر کړئ.))

مدني فعاله انارګله نيوکه کوي چې ځيني سياستوال د مسئلې د مناسب حل پر ځای د سولې له ملي پروسې سره سياسي او سليقوي چلند کوي.

نوموړې وويل: ((د سولې پر پروسه دوی واقعي کار نه کوي، دوی د دوبۍ او نورو ملکونو په هوټلونو کې شپې کوي، غوړې ډوډۍ ګانې او چرګان خوري او دلته د غريب سړي زوی مري، نو د مسئلې د سم حل لپاره بايد اول په ټول هېواد کې سراسر اوربند وشي، له هغه وروسته دې د سولې واقعي خبرې روانې شي چې نتيجه ورکړي.))

د بشري حقونو د سيمه ييز کمېسيون د ښځو برخې مسوولې زرمينې شمس وويل چې جګړه د ځينو بهرنيو هېوادونو د ګټو پر اساس روانه ده او ټينګار کوي چې که وسله وال طالبان ځان د ولس بولي، نو د ولس غوښتنو ته دې هم درناوی ولري.

شمس وايي: ((د جګړې مسوول هغه بهرني مغرض هېوادونه او کسان دي چې په هغه کې خپلې منافع ګوري، دوی بايد له خپلو او د هغو مغرضو هېوادونو له منافعو تېر شي او خپل ولس او خپل وطن ته وګوري.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د اروزګان اوسېدونکو هم د يوې غونډې په ترڅ کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر کېدو ټينګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.