د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل والي: له غاصبینو سره د حساب وخت را رسېدلی

د کابل والي: له غاصبینو سره د حساب وخت را رسېدلی

Apr 25, 2019 - 16:39

 

کابل (پژواک، ۵ غويى ۹۸): د کابل والي د کابل د اصلي اوسېدونکو شورا د اعلان په مراسمو کې وویل، په دغه ولایت کې ډېر ژر له غاصبینو د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو بهیر پیلېږي او یوه لوېشت غصب ځمکه به هم ور پرې نه ږدو.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري دغه خبره نن د یادې شورا د موجودیت د اعلان په مراسمو کې چې شاوخوا دوو زرو کسانو په کې ګډون درلود، وکړه.

حیدري له جزئیاتو پرته وویل، د کابل په سوېل، ختیځ، لوېدیځ او شمال کې د ملي شورا د ځینو غړو، دولتي چارواکو او نورو په ګډون د زورواکو له خوا ډېرې دولتي او عامه ځکمې غصب شوې او کافي اسناد یې نه لري.

دی وايي: ((له غاصبینو سره د حساب وخت را رسېدلی، موږ نه پرېږدو چې ان یوه لوېشت ځمکه هم له غاصبینو سره پاتې شي.))

د کابل والي د کوم کس له نوم اخیستو پرته وویل، یو شمېر کسانو چې پخوا قدرت درلود، په ډېر ظلم او غاصبانه توګه د کابل ښار ماسټر پلان تغییر کړی، دولتي ځمکې یې غصب کړې او پلورلې دي.

هغه وویل: ((د ځمکې د غاصبینو نومونه او د غصب شوې ځمکې اندازه معلومه شوې او د بېرته راګرځولو لپاره مو یې عملي اقدامونه پیل کړي دي.))

هغه روښانه کړه، ټاکل شوې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په کابل ښار کې دوه نیم میلیونه د استوګنې کورونه جوړ شي.

د هغه په خبره، کابل ښار د ۵۰۰زره کسانو ظرفیت لري، خو همدا اوس په دغه ښار کې شاوخوا اووه میلیونه خلک ژوند کوي او په هر کیلومتر سیمه کې ۲۰زره کسان اوسېږي، په داسې حال کې چې په دغه شمېر کسان د نړۍ په هېڅ ښار کې ژوند نه کوي.

هغه یادونه وکړه، سره له دې چې د کابل ښار نفوس د هر بل ولایت څو چنده زیات دی خو کلنۍ بودجه یې د پنجشېر، بغلان، تخار، خوست او بامیانو په اندازه ده.

د کابل د اصیلو اوسېدونکو شورا رییس ذبېح الله نصیري وویل، اصلي کابلیان له بېلابېلا ستونزو سره مخ دي، په دولتي، تحصیلي او نظامي بنسټونو کې د دوی اندازه کمه ده.

هغه زیاته کړه، دغه شورا د کابلیانو د ستونزو او ګواښونو د حل لپاره جوړه شوې ده.

نوموړي وویل، په کابل کې له اندازې ډېر نفوس د دغه ښار د اوسېدونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او له بلخوا د کابل تاریخي ځایونه د ویجاړېدو په حال کې دي چې باید ساتنې ته یې جدي توجه وشي.

د هغه په خبره، د کابل اصلي اوسېدونکي له دوو میلیونو ډېر نه دي، خو اوس په کابل ښار کې څه کم اووه میلیونه کسان ژوند کوي.

د کونړ پخواني والي او د کابل د اصلي اوسېدونکو شورا غړي شالیزي دیدار وویل، دغه شورا د کابل د اوسېدونکو د حقونو ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې ده؛ ځکه د کابل اوسېدونکو د تاریخ په اوږدو کې قرباني ورکړې خو د مسوولینو توجه ورته کمه ده.

هغه وویل، ولسمشر او اجرائیه رییس نه یوازې د کابل اوسېدونکو ته توجه نه ده کړې، بلکې د دوی حقونه یې د نورو ولایتونو اوسېدونکو ته ورکړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement