ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د تالندې لوېدو پېښه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل کې د تالندې لوېدو پېښه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Apr 2019 - 12:23
سرپل کې د تالندې لوېدو پېښه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Apr 2019 - 12:23

 

سرپل- چاریکار (پژواک، ۵ غویی ۹۸): په سرپل کې برېښنا،  تالندې او تیز باران یوه نجلۍ مړه کړې او شپږ نور کسان یې ټپیان کړي، بلخوا په پروان پوهنتون کې د ډزو له امله یو محصل ټپي شوی دی.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې ورځې راهيسې د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې تیز باران ورېږي چې په وشت کلي کې د برېښنا او تالندې لوېدو پېښه کې د رقیې په نوم یوه ۱۹ کلنه نجلۍ په بشپړ ډول سوځېدلې ده.

سرچينې دغه راز زیاته کړه چې د دې ولسوالۍ په ترخوخ کلي کې د یوې کوټې چت لوېدو له امله شپږ کسان چې ماشومان او ښځې په کې شامل دي، ژوبل شوي دي.

اماني زیاته کړه چې د والي له لارښوونې سره سم، له یادې کورنۍ سره د مرستې لپاره د پېښې ځای ته پلاوی استول شوی دی.

د یو بل راپور له مخې، په پروان پوهنتون کې د ډزو له امله یو محصل ټپی شوی دی.

د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو پژواک ته وویل چې دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصل پر ډزو بل محصل ټپي کړ.

په ورته مهال، د پروان سل بستریز ملکي روغتون رییس ډاکتر عبدالقاسم سنګين دغه روغتون ته د یوه ټپي محصل ور وړل تایید کړل.

ډاکټر سنګین زیاته کړه چې د محصل روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د دې تر څنګ د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده په پروان پوهنتون کې پر ډزو د محصل ټپی کېدل ردوي او وايي چې د دوو محصلینو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته فزيکي نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو محصل برسېرن ژوبل شوی دی.

د پروان یاد امنیتي مقام زیاتوي چې د پوهنتون په انګړ کې د وسلو لېږد او د وسله والو کسانو تګ راتګ په بشپړ ډول منع دی او د محصلینو ترمنځ د دې ډول نا دقیقه موضوعاتو انعکاس، پوښتنې او اندېښنې را ولاړې کړې او تحصیلي بهیر زیانمنوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.