ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي شورا سبا پرانیستل کېږي

ملي شورا سبا پرانیستل کېږي

author avatar
25 Apr 2019 - 14:46
ملي شورا سبا پرانیستل کېږي
author avatar
25 Apr 2019 - 14:46

 

کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۸): د ولسي جرګې د دارالانشا سرپرست وايي چې د ولسمشر له حکم سره سم، د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې لومړی اجلاس ترسره کېږي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو او د لړم په پنځمه په کندهار ولایت کې ترسره شوې؛ خو دا ټاکنې د ځینو مواردو او مخالفتونو شتون له امله په غزني ولایت کې ترسره نه شوې.

د ټاکنو له مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په نولسمه او وروستۍ پایلې یې د تېر کال لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شي؛ خو د ټاکنو له ترسره کېدو نږدې شپږ میاشتې وروسته لا هم د کوچیانو حوزې، کابل، میدان وردگ، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ ټاکنیزې پایلې نه دي اعلان شوي.

په ورته مهال، د ولسي جرګې مرستیال او سرپرست رحیم الله غالب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملي شورا پرانیستې لپاره تدابیر نیول شوي او د ولسمشر غني له حکم سره سم سبا (جمعه) پرانیستل کېږي.

نوموړی وایي چې د شورا له پرانیستې وروسته د وکیلانو د پېژندګلوۍ پروګرام پیلېږي.

تر اوسه د خلکو استازو په توګه ۱۲۹ کسانو له ۲۹ ټاکنیزو حوزو ټاکنیزې وثیقې ترلاسه کړې دي.

ملي شورا په داسې حال کې سبا پرانیستل کېږي چې د کابل ولایت او د ځینو نورو ټاکنیزو حوزو مخکښو نوماندانو ویلي چې ملي شورا باید د ټولو ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلان مخکې پرا نه نیستل  شي.

په ورته مهال یوې حکومتې سرچينې چې د نوم له څرګندېدو یې ډډه کوله، وویل چې ملي شورا د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د دې شورا غړو ګډون له امله، وړاندې له دې چې د ټولو ټاکنیزو حوزو پایلې اعلان شي، پرانیستل کېږي.

ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د روان کال د غويي په نهمه په کابل کې جوړه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.