ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د جنايي پېښو ډېرېدو په غبرګون کې لاریون وشو

هلمند کې د جنايي پېښو ډېرېدو په غبرګون کې لاریون وشو

author avatar
25 Apr 2019 - 14:30
هلمند کې د جنايي پېښو ډېرېدو په غبرګون کې لاریون وشو
author avatar
25 Apr 2019 - 14:30

لښکرګاه (پژواک، ٥ غويی ٩٨): د هلمند د مرکز سلګونو اوسېدونکو په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ډېروالي په غبرګون کې لاريون وکړ او له حکومته يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د لښکرګاه اوسېدونکو وروسته له هغه لاريون وکړ چې تېره ورځ د پوليسو په ډزو کې يو تنکى ځوان و وژل شو.

د لاريون کوونکو له ډلې حاجي شېرين جان پژواک خبري اژاتنس ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې يواځې په لښکرګاه ښار کې پنځه جنايي پېښې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه: ((پرون د دويمې حوزې په مربوطاتو کې يو ځوان چې بريالى نومېده، پوليسو ورته په چک پاينټ کې د درېدو امر کړى، خو څو چې هغه درېده، پوليسو پرې ډزې کړې لومړی ټپي و خو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.))

دغه راز د لښکرګاه ښار بل اسېدونکي اغا ګل هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د جنايي پېښو کچه ډېره لوړه شوې خو د مخنيوي لپاره يې اقدام نه کېږي.

ده هم وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د بريالي قاتلين ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

همدارنګه يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه بايد د امنيت د ټينګښت او جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دوى ګواښ وکړ که چېرې د جنايي پېښو مخه ونه نيول شي، دوى به پر لويو لاريونونو لاس پورې کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د هلمند امنيه قوماندان سمونوال احسام الدين هلمندي پژواک ته ومنله چې د بريالي په نوم یو کس تېره ورځ د پوليسو په ډزو کې وژل شوى دى.

هغه وويل چې ياد پوليس نيول شوى او دا مهال څېړنې ترې روانې دي.

قوماندان هم په لښکرګاه ښار کې د جنايي پېښو شتون نه ردوي خو زياتوي چې پوليس خپل وروستۍ هڅې کوي څو د جنايي پېښو مخه ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.