د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

والي: په پکتیا کې به سږ کال څو لویې پروژې پلې شي

والي: په پکتیا کې به سږ کال څو لویې پروژې پلې شي

Apr 25, 2019 - 16:45

ګردېز (پژواک، ٥ غويی ٩٨): د پکتيا والي وايي چې سږ کال به په پکتيا کې څو لويې پروژې پلې شي چې د ځينو يې کارونه پيل شوي او ځينې نورې يې د پيلېدو په حال کې دي.

کټوازي دا خبرې د قومي مشرانو، مېرمنو او ځوانانو په ګډون د پکتيا لسګونه اوسېدونکو ته د تېر يوه کال د کړنو د حساب او معلوماتو ورکولو په غونډه کې وکړې.

نوموړي وويل چې روغتيايي خدمتونه له پخوا زيات شوي، ګڼو ښوونځيو، د پوهنتون ځينو شعبو او ځينو دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوې، د اوبو رسونې د شبکې کار پيل شوی او د ځينو دولتي ادارو تشکيل زيات شوی دی.

شميم خان کټوازی وايي چې د ګردېز ښاري ماسټر پلان بشپړ او د پلې کېدو لومړنۍ چارې يې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په ۱۳۹۷ کې موږ د ښار د ماسټر پلان ځيني پلانونه بشپړ کړل او د هغه د عملي کېدو لپاره لومړی ځل کارونه شروع شول چې تاسې يې د يوه سړک شاهدان يئ او د نورو برخو چې اوس شروع کېږي، د هغو به هم شاهدان و اوسئ.))

د غونډې ګډونوالو له والي د پوښتنو په ترڅ کې بيا د محسوسو او لويو کارونو د نه کېدو له امله نيوکه وکړه او ويې ويل چې د ګڼو ژمنو سربېره لا هم په دغه ولايت کې لوی کارونه نه دي ترسره شوي.

د دوی له ډلې د ګردېز اوسېدونکي حاجي رحيم په ښار کې د بېلابېلو ادارو له خوا د لويو لارو بندولو  او په ښار او بلند منزلو ښارګوټي کې لا هم د برېښنا پر نه شتون نيوکه وکړه او ويې ويل چې په پکتيا کې د معارف کيفيت تر بل هر وخت په خراب حالت کې دی.

رحيم وويل: ((په ښار کې له لويو لارو بايد موانع لرې شي؛ ځکه چې خلک ډېر ورسره په تکليف دي او د ښار د پرمختګ مخه يې نيولې. د معارف په اړه ستاسو ډېره توجه او کارونه د کميت له لحاظه دي، بايد کيفيت ته هم پام وشي، زموږ زياتره فارغان نيمايي بې سواده دي.))

مدني فعال احمدالله احمدي په ګمرک کې فساد ياد کړ او ويې ويل چې لا هم د بېلابېلو کړيو او ادارو له خوا له ګمرکي محصول پرته تور موټر تېرېږي.

احمدي د ګردېز او ځينو ولسواليو خراب امنيتي وضعيت اندېښمنوونکی وباله او ويې ويل چې په پکتيا کې د ترسره کېدونکو رغنيزو پروژو کيفيت خورا ټيټ دی.

دی وايي: ((پکتيا کې ګمرک يوه لويه عايداتي سرچينه ده، خو د ادارو په خوښه، مثلاً د ولايتي او امنيتي ادارو په خوښه تور موټر له ګمرک څخه تېرېږي، د دې د مخنيوي په اړه تاسو څه کړي؟ تاسو چې پکتيا ته راغلئ، نو په لومړيو کې مو ژمنه وکړه چې که زما په شتون کې يوه پوسته هم سقوط شوه، زه پکتيا پرېږدم، تېر کال په پکتيا کې يوولس پوستې سقوط شوې.))

د پکتيا والي د خلکو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وويل چې د ښار ځيني داخلي سړکونه د امنيتي ملحوظاتو پر اساس تړل شوي او هڅه کوي چې ځيني يې بېرته پرانيزي.

شميم خان کټوازي زياته کړه چې سږ به ځينې لويې پروژې پيل شي او په ښه کيفيت د پروژو ترسره کېدو لپاره يې د ولايتي شورا او مدني ټولنو له خوا پر پروژو د څارنې ټينګار وکړ.

دی وايي: ((بالاخره د ګردېز- زرمت پر جنجالي شل کيلومتره سړک کار پيل شوی او ۲۲ کيلومتره نور چې د کلالګو له لارې مو غزني ته وصلوي، اعلان ته تللی، د مچلغو بند لومړني کارونه هم پيل شوي او کوشش به دا وي چې دا کارونه چټک شي.))

د يادونې ده، د پکتيا ولايتي شورا ځينو غړو، قومي مشرانو او ځوانانو په بېلابېلو اعتراضي ناستو او لاريونونو کې نيوکې کړې او لا هم زيات شکايتونه دي چې له پکتيا سره يوازې ژمنې کېږي او د لويو پروژو عملي چارې نه ترسره کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement