کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۸): سوېلي کوریا د افغان کورنیو د خوراکي خوندیتوب په مقصد خوړو له نړیوال سازمان سره ۱۶ میلیونه ډالر مرسته وکړه، څو د خوراکي توکو په بدل کې د کار پروګرام له لارې خلکو ته ووېشل شي.
د کوریا هېواد سفير ژه هاپنګ هي يوې خبري غونډې ته چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو استازو هم په کې ګډون درلود، وویل چې دا مرستې به په څلورو کلونو کې د افغانانو د خوړو خوندیتوب لپاره ولګېږي.
نوموړي زیاته کړه چې دا مرستې به د خوړو په بدل کې د کار پروګرام له لارې د بدخشان، لغمان، ننګرهار، بامیان، دایکنډي، لوګر، پکتیا، پکتیکا او پروان ولایتونو کې ولګېږي او له دې لارې به څو ټولګټې پروژې پلې شي.
ده وویل: «د هغو میاشتو په اوږدو کې چې د سیمې خلک د دې ټولګټو پروژو په جوړولو بوخت وي، د نړيوال خوراکي سازمان له خوا به مرستې لاس ته راوړي.»
هغه ياده کړه چې د تېر کال په لړ کې سلګونه کورنۍ په ۲۲ ولايتونو کې د ډېرې وچکالۍ له امله د کورونو پرېښودو ته مجبور شوي وو.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر زلاتن میلسيچ ویلي: «د افغانستان په يو شمېر سیمو کې لا تر اوسه هم خلک په للمي ځمکو کې کار کوي او له وچکاليو ډېر اغېزمنېږي.
نوموړي زیاته کړه چې پر ځمکو پانګونه، د اوبو مدیریت او د ټولګټو پروژو لکه د سېلابونو د زیانونو مخنیوي لپاره استنادي دېوالونو، د قوریو او اوبو لګونې کانالونه، په پېښو کې د کورنیو د چټکې ژغورنې په مبارزه کې ښه والی راولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن