ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا نوی امنيه قوماندان: د امنيت ټينګښت مې کاري لومړيتوب دى

د پکتيکا نوی امنيه قوماندان: د امنيت ټينګښت مې کاري لومړيتوب دى

author avatar
26 Apr 2019 - 11:34
د پکتيکا نوی امنيه قوماندان: د امنيت ټينګښت مې کاري لومړيتوب دى
author avatar
26 Apr 2019 - 11:34

ښرنه (پژواک،  ٦ غويى٩٨): د پکتيکا ولايت نوی امنيه قوماندان وايي، چې دفساد او خيالي پوليسو پرضد مبارزه او د امنيت ټينګښت يې په کاري لومړيتوبونو کې دي .

  امنيه قوماندان  سمونمل ايمل نيازي په هغو مراسمو کې چې دده د پېژندګلوۍ په موخه جوړ شوي و، وويل چې له  فساد سره د مبارزې په اړه جدي دی او هغه وخت به کامیاب وي چې د پولیسو لاس پاک و اوسي.

هغه وويل چې دخیالي سرتېرو او له تروریزم سره د مبارزې پر وړاندې به توند غبرګون وښيي او که په دې اړوند څوک ونیول شي نو قضایي او عدلیي ارګانونو ته به يې معرفي کړي.

د پکتيکا مرستيال والي شير بادشاه اورګوني ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به دامنيت په ټينګښت کې له امنيه قوماندانۍ سره اوږه په اوږه همکاري وکړي.

نوموړي هم وويل چې پکتيکا دهېواد له سرحدي ولايتونو څخه يو دی، چې دنورو ولايتونو په پرتله يې امنيت ښه دی، نو ځکه دې امنيتي مسوولين دفساد تر څنګ ددغه ولايت امنيتي برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پکتيکا ولايت يوه اوسېدونکي سيدا لله پژواک ته وويل، چې په دې ولايت کې کله چې نوي قوماندانان دندې پيلوي له پيله ژمنې کوي، چې دوی به دفساد، خيالي پوليسو او امنيت لپاره کار کوي، خو د وخت په تېرېدو دا برخه له پامه غورځي او دپيسو پيدا کولو په فکر  کې وي .

د يادونې ده چې له دې وړاندې په پکتيکا کې مل پاسوال روغ ليوني دقوماندان په توګه دنده تر سره کوله، چې خلکو ورباندې د غلا تور پورې کاوه.  

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.