کابل (پژواک، ٦ غویی ۹۸): ټاکل شوې چې نن د ولسمشر له لوري د ملي شورا اوولسمه تقنیني دوره پرانيستل شي.
ټاکل شوې وه چې دغه شورا تېرکال د کب په ١٦مه د ولسمشر له لوري پرانيستل شوې واى، خو د ټاکنو د پايلو د نه اعلان له امله په ټاکل شوي وخت پرا نه نيستل شوه .
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو او د لړم په پنځمه په کندهار ولایت کې ترسره شوې؛ خو دا ټاکنې د ځینو مواردو او مخالفتونو شتون له امله په غزني ولایت کې ترسره نه شوې.
د ټاکنو له مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په نولسمه او وروستۍ پایلې یې د تېر کال لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شي؛ خو د ټاکنو له ترسره کېدو نږدې شپږ میاشتې وروسته لا هم د کوچیانو حوزې، کابل، میدان وردگ، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ ټاکنیزې پایلې نه دي اعلان شوي.
تر اوسه د خلکو د استازو په توګه ۱۶۹ کسانو ټاکنیزې وثیقې ترلاسه کړې دي.
ملي شورا په داسې حال کې نن پرانیستل کېږي چې د کابل ولایت او د ځینو نورو ټاکنیزو حوزو مخکښو نوماندانو ویلي چې ملي شورا باید د ټولو ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلان مخکې پرا نه نیستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن